اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان سره د قطر شهزاده شيخ نائف بن عيد آل ثاني په اسلام آباد كښې مهم ملاقات وكړو،چې پكښې د شريكي خوښې په چارو، دوه اړخيزه اړيكو او بيلو څانګو كښې د سرمايه کارۍ په موقعو د خيالاتو څركندونه وشوه۔د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې وفاقي وزير عبدالعليم خان ووئيل پاکستان او قطر خپلو كښې …
وفاقي وزير عبدالعليم خان سره د قطر شهزاده شيخ نايف بن عيد آل ثاني ملاقات، د پاکستان په بيلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ خوښي څرګنده كړې شوه
اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان سره د قطر شهزاده شيخ نائف بن عيد آل ثاني په اسلام آباد كښې مهم ملاقات وكړو،چې پكښې د شريكي خوښې په چارو، دوه اړخيزه اړيكو او بيلو څانګو كښې د سرمايه کارۍ په موقعو د خيالاتو څركندونه وشوه۔د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې وفاقي وزير عبدالعليم خان ووئيل پاکستان او قطر خپلو كښې قوي مذهبي، كلتوري او تاريخي اړيكي لري۔ قطر كښې ګڼ شمير اوورسيز پاکستانيان د تعليم او روزګار څانګو سره تړون لري كوم چې د دواړو هېوادونو په پرمختګ كښې كردار ترسره كوي۔ده د قطر سرمايه کارو له په پاکستان كښې د موټرويز او سترو لارو د رغونې او پراختيا لپاره د “جوائنټ وينچرز” تجوېز وركولو سره ووئيل حکومت به د قطر د اړخه د هر ډول سرمايه کارۍ هركلے كوي۔عبدالعليم خان ووئيل دوه اړخيزه مرسته او شريكه کاروباري همكاري د دواړو هېوادونو په ګټه ده ۔ ده سيمه كښې د قطر فعاله او مثبت کردار ستائيلو سره ووئيل پاك ايران امن هڅو كښې د قطر ګډون ته پاکستان د قدر په سترګه ګوري۔په دې موقع د قطر شهزاده شيخ نائف بن عيد آل ثاني د پاکستان په بيلو څانګو كښې د سرمايه کارۍ خوښي ولرله۔هغه ووئيل قطر پاکستان سره خپلي اړيكي مهمي ګڼي او د شريكې مرستي دا سلسله به په سباؤن كښې هم روانه ساتلےې شي۔د ملاقات په آخر وفاقي وزير عبدالعليم خان او شيخ نايف بن عيد آل ثاني د يو بل لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔












