اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په خېبرپښتونخوا او بلوچستان كښې د فتنه الخوارج او فتنه الهندوستان ترهه ګرو په ضد په کاميابه کارروائيو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي ۔خپل يو بيان كښې د كورنيو چارو وزير په استخبارات اډانه عملياتو كښې د 11 ترهه ګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو د اعلیٰ پيشه وره صلاحيتونو ستائنې كولو سره …
د كورنيو چارو وفاقي وزير خېبر پښتونخوا او بلوچستان كښې په کامياب آپرېشنز امنيتي ځواكونو ته پيرزوئينې وړاندې كړې
اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په خېبرپښتونخوا او بلوچستان كښې د فتنه الخوارج او فتنه الهندوستان ترهه ګرو په ضد په کاميابه کارروائيو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي ۔خپل يو بيان كښې د كورنيو چارو وزير په استخبارات اډانه عملياتو كښې د 11 ترهه ګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو د اعلیٰ پيشه وره صلاحيتونو ستائنې كولو سره ووئيل د فورسز ميړنو ځوانانو په وخت او مؤثره کارروائي كولو سره د ترهه ګرو ناوړه عزائم ناكامه كړل۔د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل د امنيتي ځواكونو ميړني ځوانان زمونږ سرمايهٔ ده او د هېواد دفاع و سلامتيا لپاره د دوي خدمات د قدر وړ دي۔












