د ريلوے وزير په بنوں كښې د ترهه ګرو په ضد په کامياب عملياتو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړندې كړې

  اسلام آباد 27 اګست  (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي په بنوں كښې د امنيتي ځواكونو د اړخه د ترهه ګرو په ضد په کامياب عملياتو  هغوي ته پيرزوئنې وړاندې كړې ۔خپل يو بيان كښې ده ووئيل امنيتي ځواكونو په وخت او مؤثره کارروائي کولو سره 11 خوارج ووژل ، د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې امنيتي ځواكونو يو ځل بيا د دښمن ناوړه …

 

اسلام آباد 27 اګست  (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي په بنوں كښې د امنيتي ځواكونو د اړخه د ترهه ګرو په ضد په کامياب عملياتو  هغوي ته پيرزوئنې وړاندې كړې ۔خپل يو بيان كښې ده ووئيل امنيتي ځواكونو په وخت او مؤثره کارروائي کولو سره 11 خوارج ووژل ، د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې امنيتي ځواكونو يو ځل بيا د دښمن ناوړه عزائم ناكامه كړل ۔محمد حنيف عباسي ووئيل د هېواد دفاع كښې د امنيتي ځواكونو مړانه او قربانۍ د ټول قام لپاره د وياړ وړ دي،د پاکستان ميړني ځوانان د هېواد سلامتيا لپاره لكه د اوسپني ديوال په څير ولاړ دي او ترهه ګر عناصر به چري هم پخپلو ناوړو مقاصدو كښې كامياب نشي۔ده د دې عزم پخلے وكړو چې ټول قام د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره د خپلو ځوانانو سره ولاړ دے۔