د نائب وزيراعظم اسحاق ډار په لندن كښې د دولت مشتركه عمومي سېكرټري شرلي بوچو سره ملاقات ٬ د غړو هېوادونو ترمينځه تجارت ته په وده وركولو زور

اسلام آباد۔26 اګست (اے پی پی) نائب وزیراعظم / خارجه وزير اسحاق ډار د شورو په ورځ د لندن په مارلبورو هاؤس كښې د دولت مشتركه عمومي سېكرټري سره ملاقات وكړو۔ د شورو په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې نائب وزیراعظم اسحاق ډار د دولتِ مشترکه د ځواكانو ٬ موسمياتي بدلون او اقتصادي پرمختګ لپاره د پاكستان د عزم پخلے وكړو او د اداره …

اسلام آباد۔26 اګست (اے پی پی) نائب وزیراعظم / خارجه وزير اسحاق ډار د شورو په ورځ د لندن په مارلبورو هاؤس كښې د دولت مشتركه عمومي سېكرټري سره ملاقات وكړو۔ د شورو په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې نائب وزیراعظم اسحاق ډار د دولتِ مشترکه د ځواكانو ٬ موسمياتي بدلون او اقتصادي پرمختګ لپاره د پاكستان د عزم پخلے وكړو او د اداره جاتي بېنكارۍ څانګه كښې د همكارۍ دلارېه يۍ د دولت مشتركه غړو هېوادونو ترمينځه تجارت ته د ودې وركولو په حاجت زور هم راوړو۔ ده په اسلام آباد كښې نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی (اېن ډی اېم اے) كښې د دولتِ مشترکه ډیزاسټر ریزیلینس هب  كوربتوب كولو پېشكش تكرار كړو۔ عمومي سېکرټری د نائب وزيراعظم پېشكش خوشبين ګرځولو سره ووئيل د دولت مشتركه سېكرټرېټ غړي هېوادونه آفتونو څخه وړاندې چمتوالې او په دې د قابو موندلو صلاحيتونه مضبوطولو له پاكستان سره همكارۍ كښې ژوره خوښي لري۔ نائب وزیراعظم عمومي سېكرټري په منځني ختيز كښې روان پېشرفت او د امريكا او ايران ترمينځه امن په ځائې كولو له د پاكستان كردار څخه خبر كړو په كوم چې عمومي سېكرټري ناب وزيراعظم ته مباركي وركړه۔ ده د يو تباهي خپرونكي جنګ په وروستو كول او منطقه كښې امن او استحكام ته وده وركولو له د كردار په ترسره كولو د نائب وزيراعظم مننه وكړه۔