د نبي كريم (ص) د ښكلې نمونې په رڼا كښې به د نوي نسل اخلاقي تربيه كول او شخصیت جوړول وي ٬ وحدت ته وده وركولو او فتنه پرور او مفاد پرسته عناصر څخه اولس ساتلو له دې علماﺀ كرام خپل كردار ترسره كړي: د وزيراعظم شهباز شريف قومي سيرت كنفرنس ته خطاب

اسلام آباد۔26اګست (اے پی پی)وزيراعظم شهباز شريف د نبي كريم (ص)د ښكلې نمونې په رڼا كښې د نوي نسل اخلاقي تربيه كولو او شخصیت جوړولو په اړتیا زور راوړلو سره وئيلي دي د ژوند داسې كوم اړخ نشته چې هغه نبي علېه السلام د خپلې ښكلې نمونې د لارې روښانه كړې نه وي۔ د هغوي د ژوند مبارك هره پیښه كښې زمونږ لپاره د لارښوونې بشپړ پیغام دے٬ مونږ باید …

اسلام آباد۔26اګست (اے پی پی)وزيراعظم شهباز شريف د نبي كريم (ص)د ښكلې نمونې په رڼا كښې د نوي نسل اخلاقي تربيه كولو او شخصیت جوړولو په اړتیا زور راوړلو سره وئيلي دي د ژوند داسې كوم اړخ نشته چې هغه نبي علېه السلام د خپلې ښكلې نمونې د لارې روښانه كړې نه وي۔ د هغوي د ژوند مبارك هره پیښه كښې زمونږ لپاره د لارښوونې بشپړ پیغام دے٬ مونږ باید هېڅکله د پاکستان د غورځنګ روح هېر نکړو کله چې ټولو مسلمانانو خپل مسلكي هویتونه پریښودل، د قائد اعظم تر مشرۍ لاندې متحد شول۔ پروردګار مونږ ته موقع راكړه نو مونږ اسلامي نړۍ يو موټې كولو له هڅه وكړه ٬ سعودي عربستان او تركيه پاكستان سره د فولادي دېوال په څير ولاړ دي ٬ وحدت ته وركولو او اولس فتنه پرور او مفاد پرسته عناصر څخه ساتلو له به علماﺀ كرامو له خپل كردار ترسره كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د 12 ربيع الاول عيد ميلاد النبي (ص) مناسبت سره قومي سيرت كنفرنس ته خطاب كښې وكړو۔ په كنفرنس كښې وفاقي وزيرانو ٬ پارليماني غړو ٬ علماﺀ كرامو ٬ مشائخ عظامو او نورو ګډون وكړو۔ وزیراعظم ووئيل د 12 ربیع الاول دا عظيم الشان كنفرنس زمونږ د وياړ وړ قومي كنفرنس دے۔ ده ووئيل نبي علېه السلام زمونږ عزمت او زمونږ زړه دے۔ د هغوي امتي كېدل زمونږ ايمان دے۔ د هغوي بعثت ټول انسانيت لپاره د پرورګار احسان دے۔ ده ووئيل سږ كال دا مباركه ورځ د اګست په مياشت كښې راغلې ده په كومه كښی چې پاكستان جوړ شو۔ دا غېر اشاره ده چې په پاكستان د پروردګار كرم دے او بيا د نبي علېه السلام د رحمت نظر دے۔ وزيراعظم په دې كنفرنس كولو د مذهبي چارو وزارت ته د زړه له كومي مباركي وركړه۔ وزیر اعظم ووئيل د ژوند داسې كوم اړخ نشته په كوم كښې چې نبي علېه السلام مونږ لپاره خپله ښكلې نمونه پرېښودلې نه ده۔ د هغوي د ژوند مبارك هره پېښه كښې مونږ لپاره د لارښوونې بشپړ پېغام دے۔ د حجة الوداع په موقع هغوي وفرمائيل كم عربي په عجمي ٬ تور په سپين ٬ سپين په تور كوم فضيلت نه لري ٬ هغوي اعلان وكړو چې د مسلمان د ځان هغه حرمت دے كوم چې ددې ښار ٬ ددې ورځې او ددې مقام دے۔ ده ووئيل زمونږ آئين مونږ يوازې د قرآن او سنت پابند جوړوي ٬ فرقه واريت هغه وخت خپرېږي كله چې مونږ جدا جدا مركزونو پلو رجوع كوو۔ كله چې مركز يو وي نو وحدت رامخې ته كيږي۔ ده ووئيل مونږ له به د پاكستان د غورځنګ روح هم هېرول نه وي كله چې ټولو مسلمان له مسلكي شناخت څخه پرته د قائد اعظم په مشرۍ كښې يو موټې شول۔ ده ووئيل د پاكستان په څير معجزه د دغه وحدت نتيجه ده۔ وزیراعظم ووئيل تركيه او سعودي عربستان په هر سخت وخت كښې د پاكستان ملګرتيا كړې ده۔ وزيراعظم ووئيل نن چې مونږ كومه هستي يادوو او د چا سره په نست چې وياړو هغه پروردګار رحمت للعالمين جوړ كړے رالېږلې دې۔ د هغه لمنه غېر مسلمو لپاره هم پراخا وه۔ د حاتم طائي لور مسلمانه نه وه كله چې يوه معركه ګرفتار كړې شوه نو هغې نبي علېه السلام ته پېغام ولېږلو چې زه د هغه پلار لور يم كوم چې مېلمه دوست و٬ د چا حاجت به يۍ نه رد كولو ۔ ني علېه السلام وفرمائيل دا خو د مسلمانانو صفات دي ٬ هغوي نه يوازې د هغې د آزادولو امر وكړو بلكې هغې لپاره يۍ د لباس او سورلۍ انتظام هم وكړو۔ ده ووئيل د نبي علېه السلام تعليمات د نړيوال امن ضمانت دي ٬ د هغوي پېغام ټولې نړۍ لپاره د مينې دے۔ كنفرنس ته وفاقي وزير سردار يوسف هم خطاب وكړو۔ وزیراعظم د كتابونو او مقالو ليكونكو ته انعامونه هم وركړل۔