اسلام آباد۔26اګست(اے پی پی)کېپټل اېمرجنسی سروس (سی ای اېس) او د سی ډی اے فائر ډیپارټمنټ د شورو په ورځ سهار وختي د پمز په اېم سی اېچ سېنټر كښې د اور لګېدو اطلاع په اړه وئيلي په دې اړه په 6 دقيقې كم 6 بجې كال ترلاسه شو او فائر اېنډ ریسکیو ډلې په 7 دقيقې كښې د پیښې ځاې ته ورسېدې۔ په اور په سمدستي توګه قابو وموندلې …
پمز روغتون كښې د اور لګېدو پېښې كال ترلاسه كېدو سره 7 دقيقو كښې فائر اېنډ رېسكيو ډله موقعې ته ورسېده، پلټنيو له د اے ډي سي جي په مشرۍ كښې كمېټي جوړه كړې شوه، کېپټل اېمرجنسی سروس
اسلام آباد۔26اګست(اے پی پی)کېپټل اېمرجنسی سروس (سی ای اېس) او د سی ډی اے فائر ډیپارټمنټ د شورو په ورځ سهار وختي د پمز په اېم سی اېچ سېنټر كښې د اور لګېدو اطلاع په اړه وئيلي په دې اړه په 6 دقيقې كم 6 بجې كال ترلاسه شو او فائر اېنډ ریسکیو ډلې په 7 دقيقې كښې د پیښې ځاې ته ورسېدې۔ په اور په سمدستي توګه قابو وموندلې شو۔ رېسكيو شوې كوچنيان درملنو له آئي سي يو ته منتقل كړې شول۔ کولنګ او اسسمنټ آپرېشن بشپړ كړے شوے دے۔ کېپټل اېمرجنسی سروس وئيلي چې د مړو او ژوبل شوو د سمو شمېرو تصديق له اےسي ٬ اېس پي او رېسكيو ډلې د روغتون انتظاميې سره په ګډه كار كوي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د اسلام آباد ضلعي انتظاميې د ایډیشنل ډپټی کمشنر جنرل په مشرۍ كښې يوه كېمټي تشكيل كړې ده كومه به چې د اور لګېدو پېښې علت معلوموي۔ ریسکیو به د فوري رېسپانس او روغتون كښې د فائر سېفټي اقداماتو جاج اخلي۔












