نائب وزیراعظم اسحاق ډار سره په لندن كښې د پاکستانی نژاد برطانوی پارلیمنټیرینز بېن الجماعتی ډلې ملاقات

لندن۔26اګست  (اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار سره په لندن كښې پاكستان هاؤس كښې د پاكستاني نژاد برطانوي پارلېمنټېرینز يو بېن الجماعتي ډلې ملاقات وكړو۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر له مخې په پلاوي كښې لارډ ضمیر چوهدری، لارډ قربان حسین، بېرونس شائسته شیهان او لارډ شفق په شمول پارليماني غړي اېم یاسین، یاسمین قرېشی، افضل خان، زبېر احمد او عدنان حسېن شامل و۔ …

لندن۔26اګست  (اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار سره په لندن كښې پاكستان هاؤس كښې د پاكستاني نژاد برطانوي پارلېمنټېرینز يو بېن الجماعتي ډلې ملاقات وكړو۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر له مخې په پلاوي كښې لارډ ضمیر چوهدری، لارډ قربان حسین، بېرونس شائسته شیهان او لارډ شفق په شمول پارليماني غړي اېم یاسین، یاسمین قرېشی، افضل خان، زبېر احمد او عدنان حسېن شامل و۔ نائب وزیراعظم د پاکستان او برطانیې اړيكې مضبوطولو كښې د برطانوی پارليماني غړو مهم كردار او د كشمير شخړې عادلانه حل لپاره د هغوي بشپړ ملاتړ وستائلو۔ برطانوی پارليماني غړو په منځني ختيز كشې د پاكستان د مشرتابه او ثالثۍ هڅو ستائنه كولو سره ووئيل د پاكستان تاريخي كردار په نړيواله كچه تسليم كړے شوے  دے چې ورسره په بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو سر په وياړ پورته شوې دې۔ نائب وزیراعظم خپلو خبرو كښې سيمه اييز امن او استحكام ته وده وركولو كښې د مكې مكرمې دفاعي لوظنامې اهميت په ډاګه كړو۔ ده دا خبره په ډاګه كړه چې دا لوظنامه په بشپړه توګه د دفاعي نوعيت ده۔ په دې موقع پارليماني غړو د شريكې خوښې په نورو چارو هم د خپلو خيالاتو څرګندونه وكړه او د پاكستان او برطانيه ترمينځه اړيكې لا مضبوطولو له يۍ د خپل عزم پخلې وكړو۔