د پمز روغتون آئي سي يو كښې اور د اے سي بلاسټ كېدو له امله ولګېد: مصطفی كمال

اسلام آباد۔26 اګست(اے پی پی) د روغتيا  وفاقي وزير مصطفیٰ کمال وئيلي دي د پمز روغتون آئي سي يو كښې د اے سي بلاسټ كېدو له امله اور ولګېد ، په وارډ كښې موجود آكسيجن د اور شدت لا سوا كړو۔ د شورو په ورځ ميډيا سره خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د 14 كوچنيانو په حق رسېدو تصديق شوې دې۔ وفاقي وزير ووئيل كه دا پېښه د چا د …

اسلام آباد۔26 اګست(اے پی پی) د روغتيا  وفاقي وزير مصطفیٰ کمال وئيلي دي د پمز روغتون آئي سي يو كښې د اے سي بلاسټ كېدو له امله اور ولګېد ، په وارډ كښې موجود آكسيجن د اور شدت لا سوا كړو۔ د شورو په ورځ ميډيا سره خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د 14 كوچنيانو په حق رسېدو تصديق شوې دې۔ وفاقي وزير ووئيل كه دا پېښه د چا د غفلت په سبب رامخې ته شوي وي نو ددې به پلټنې كولې شي او د هغوي په ضد به سخته كارروائي كولې شي۔ ده ووئيل زه خپل ځان هم احتساب ته وړاندې كوم كه زما غلطي وي نو زه به هم پرېښودلې نه شم۔ ده ووئيل په نرسري وارډ كښې موجوده عمله رېسكيو بللو له لاړه ٬ اور تندۍ سره خپور شو۔ ده ووئيل په روغتون كښې اور وژونكو آلاتو كار كولو۔ ده ووئيل د نوې زېږېدلې كوچنيانو د ځانونو زيان يوه خواشينوونكې پېښه ده ٬ په دې نه ترسره كېدونكي زيان د ځپليو كورنيو غم او دړد په ټكو كښې د بيانولو نه دے۔ ده ووئيل د پېښې بشپړه پلټنې روانې دي او د ذمه وارو بشپړ احتساب به باوري كولې شي۔