د وزیراعظم پمز روغتون کښې د ماشومانو د مړینې په پېښه اړوندو چارواکو څخه د سختې ناراضګۍ او په هغوي د غصې څرګندونه٬ د روغتیا وفاقي سکرتر اسلم غوري خپلې چوكۍ څخه اخوا كړې شو

اسلام آباد۔26اګست(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف پمز روغتون کښې د نويو زېږېدلو ماشومانو د مړینې په پېښه اړوندو چارواکو څخه د سختې ناراضګۍ او په هغوي د سختې غصې څرګندونه کولو سره د روغتیا وفاقي سکرتر اسلم غوري په سمدستي توګه خپلې چوكۍ څخه اخوا كړے دے۔ د شورو په ورځ د وزیراعظم دفتر د رسنیو څانګې له خوا خپرې شوې اعلامیې له مخې د وزيراعظم په مشرۍ كښې …

اسلام آباد۔26اګست(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف پمز روغتون کښې د نويو زېږېدلو ماشومانو د مړینې په پېښه اړوندو چارواکو څخه د سختې ناراضګۍ او په هغوي د سختې غصې څرګندونه کولو سره د روغتیا وفاقي سکرتر اسلم غوري په سمدستي توګه خپلې چوكۍ څخه اخوا كړے دے۔ د شورو په ورځ د وزیراعظم دفتر د رسنیو څانګې له خوا خپرې شوې اعلامیې له مخې د وزيراعظم په مشرۍ كښې د لوړې کچې غونډه وشوه۔ وزیراعظم په دې پېښه اړوندو چارواكو څخه د سختې ناراضګۍ او په هغوي د سختې غصې څرګندونه كولو سره  د روغتیا وفاقي سکرتر اسلم غوري په سمدستي توګه خپلې چوكۍ څخه اخوا كړو۔ وزیراعظم د پېښې د لوړې کچې څېړنې لپاره د پلټنې یوه کمېټي هم جوړه کړه۔ د كورنيو چارو پخوانې وفاقي سکرتر شاهد خان به د کمېټۍ مشري کوي۔ په نورو غړو کښې د اسټېبلشمنټ سکرتر ډاکټر بیرسټر نبیل اعوان هم شامل دے۔

مزید خبریں