د صدر مملکت پمز روغتون کښې د اورلګېدنې په خواشینوونکې پېښه د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه

اسلام آباد۔26اګست (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري د اسلام آباد په پمز روغتون كښې د اور لګېدنې په خواشينوونكې پېښه د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د شورو په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت د اورلګېدنې له امله د نويو زېږېدلو ماشومانو د مړینې په تړاو له غمجنو کورنیو سره د زړه له کومې خواخوږي او غمرازي څرګنده كړه۔ …

اسلام آباد۔26اګست (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري د اسلام آباد په پمز روغتون كښې د اور لګېدنې په خواشينوونكې پېښه د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د شورو په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت د اورلګېدنې له امله د نويو زېږېدلو ماشومانو د مړینې په تړاو له غمجنو کورنیو سره د زړه له کومې خواخوږي او غمرازي څرګنده كړه۔ ده د نويو زېږېدلو ماشومانو دړدېدلې مرګ زړه بوږنوونکې او نه ترسره كېدونكې زیان بللی او ویلي یې دي چې د غمجنو کورنیو په غم کښې يو برابر شريك يوو۔ صدر مملكت لارښوونه وکړې چې د پېښې مسؤل کسان دې په كوټه كړې شي او د هغوي خلاف دې د قانون له مخې كارروائي وكړې شي۔ صدر مملكت ووئيل په روغتونونو کښې دې د ناروغانو، په ځانګړي ډول د نويو زېږېدلو ماشومانو خونديتوب لپاره مؤثره فائر سېفټي او بېړني انتظامات باوري كړې شي۔