وزيراعظم محمد شهباز شريف د پشين په سرانان سيمه كښې د سړك په جوړولو لګيا  خواري كښو باندې د ترهه ګرو د بريد غندنه وكړه

  اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د پشين ضلعې په سرانان سيمه كښې د سړك په جوړولو  لګيا خواري كښو د ترهه ګرو د بريد سختې غندنې كولو سره په قيمتي ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده ۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم  د شهيدو شوو خواري كښو كورنيو سره د …

 

اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د پشين ضلعې په سرانان سيمه كښې د سړك په جوړولو  لګيا خواري كښو د ترهه ګرو د بريد سختې غندنې كولو سره په قيمتي ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده ۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم  د شهيدو شوو خواري كښو كورنيو سره د همدردۍ او غمرازۍ څرګندونه وكړه۔وزيراعظم ووئيل  بې ګناه او خواري كښ وګړي په نخښه كول د ترهه ګرو بزدلانه كاروائي ده٬د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ټول قام يو موټے دے٬ ده ووئېل ترهه ګرو او د هغوي سهولت كارو ته په هېواد كښې  امن او امان ته د زيان رسولو اجازه نشي وركړې كېدې ۔ په دې مهال وزيراعظم د شهيدو شوو خواري كښو لوړو درجو او د غم جنو كورنيو لپاره د زغم دعا وكړه