وزیراعظم په ترجیحي څانګو كښې د سرمايه كارۍ لپاره د سعودی عرب د خوښۍ  لرلو هركلے وكړو، د دواړو هېوادونو ترمينځه جي ټو جي او بي ټو بي شريكي مرستي لپاره دا ښه او غوره وخت دے۔ شهباز شریف

  اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) وزیراعظم په ترجیحی څانګو كښې د سرمايه كارۍ لپاره د سعودي عرب د خوښۍ لرلو هركلې كولو سره وئيلي دي د دواړو هېوادونو ترمينځه د جي ټو جي او بي ټو بي شريكي مرستي لپاره دا ښه او غوره وخت دے، پاكستان د سعودي عرب سره خپلي اړيكي په شريكه ګټه اډانه سټریټجكي اقتصادي شراكت دارۍ د بدلولو خوښي لري۔وزیراعظم محمد شهباز …

 

اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) وزیراعظم په ترجیحی څانګو كښې د سرمايه كارۍ لپاره د سعودي عرب د خوښۍ لرلو هركلې كولو سره وئيلي دي د دواړو هېوادونو ترمينځه د جي ټو جي او بي ټو بي شريكي مرستي لپاره دا ښه او غوره وخت دے، پاكستان د سعودي عرب سره خپلي اړيكي په شريكه ګټه اډانه سټریټجكي اقتصادي شراكت دارۍ د بدلولو خوښي لري۔وزیراعظم محمد شهباز شریف سره د سعودی پاك شريك بزنس كونسل چیئرمېن شهزاده منصور بن محمد آل سعود په مشرۍ كښې د اعلیٰ پائې سعودی كاروباری پلاوي د نهي په ورځ په وزیراعظم هاؤس كښې وليدل۔ د وزیراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د ملاقات په مهال وزیراعظم محمد شهباز شریف د خادم الحرمین الشریفین شاه سلمان بن عبدالعزیز آل سعود او ولی عهد و وزیراعظم شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزیز آل سعود لپاره د خپل اړخه د احترام او نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم د پاكستان او سعودی عرب ترمينځه د پخوانو او ورورولۍ اړيكو ذكر كولو سره د دواړو هېوادونو ترمينځه د اقتصادی مرستي او سرمایه كارۍ ودې په بيل امكانات د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د سعودي پلاوي هركلي كولو سره وزیراعظم ووئيل  د ولي عهد و وزیراعظم شهزاده محمد بن سلمان وژن له مخې پاكستان سعودی عرب سره خپلي اقتصادي اړېكي په شريكه ګټه اډانه سټریټجكي اقتصادی شراكت دارۍ د بدلولو خوښي لري۔په دې اړه وزیراعظم د شهزاده منصور بن محمد آل سعود د پاكستان د پخوانو وختونو ذكر هم وكړو او هيله ئې څرګنده كړه چې په اوسني دور كښې د تير وخت خبرې اتېر مخ په وړاندې بوتللو سره به  بيلو څانګو كښې  د مفاهمتي یادداښتونو او لوظنامو لاس ليك لاره هواره شي۔شهزاده منصور بن محمد آل سعود د زراعت، بندر ځايونو،سترو لارو،هوائي ميدانونو آؤټ سورسنګ، رئیل اسټیټ، توان، د بجلۍ  وېش او انفارمېشن ټیكنالوجی په څانګو كښې د سرمایه كارۍ موقعو كښې د خوښۍ څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم په دغه ترجیحی څانګو كښې د سعودي سرمایه كارۍ د خوښۍ لرلو هركلي كولو سره ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه شريكه مرسته، كه هغه جی ټو جی وي يا بي ټو بي لپاره نو دا ښه او غوره وخت دے۔ شهزاده منصور بن محمد آل سعود په تود هركلي كولو د وزیراعظم مننه وكړه او پاكستان سره كاروباری رابطي لا زياتولو كښې ئې د سعودی حكومت او سعودی كاروباری ورورولۍ  د پرله پسې خوښې لرلو پخلے وكړو۔ سعودی پلاوې به د پاكستان دورې په مهال د ګڼو اعلیٰ حكومتي استازو او د نجی څانګي مهم سټیك هولډرز سره هم ملاقاتونه كوي۔ ملاقات كښې وفاقی وزيرانو رانا تنویر حسین، ډاكټر مصدق ملك ، جام كمال خان، محمد اورنګزیب، عطاء الله تارړ، جنید انوار چوهدری، علی پرویز ملك ، سردار اوېس احمد خان لغاری ٬ محمد حنیف عباسی، د وزیراعظم صلاحكار محمد علی، هارون اختر خان، وزیر مملكت بلال اظهر كیانی، خاص مرستيال طارق فاطمی او نور اعلیٰ چارواكي هم موجود وو۔

مزید خبریں