د شخصي مېډيكل كالجونو  لپاره د كال فيس د 18 نه تر 21 لاكهه  روپۍ مقرر كړے شوے ٬  د صحت پارلماني سېكرټري قامي اسمبلۍ كښې ځواب

  اسلام آباد ۔ 25 اګست (اے پي پي)  د قامي صحت پارلماني سېكرټري ډاكټر نېسلن عظيم  وئېلي دي په شخصي مېډيكل كالجونو كښې  د كال فيس د 18 نه تر 21 لاكهه روپۍ مقرر كړے شوے  ٬ د دې نه زيات فيس  اغستونكو 45 ادارو ته شوكاز نوټس جاري كړې شوي  دي ۔ د آسيه ناز تنولي  او نورو د پوښتنې په ځواب كښې  د اسلام آباد مېدكل كالجونو …

 

اسلام آباد ۔ 25 اګست (اے پي پي)  د قامي صحت پارلماني سېكرټري ډاكټر نېسلن عظيم  وئېلي دي په شخصي مېډيكل كالجونو كښې  د كال فيس د 18 نه تر 21 لاكهه روپۍ مقرر كړے شوے  ٬ د دې نه زيات فيس  اغستونكو 45 ادارو ته شوكاز نوټس جاري كړې شوي  دي ۔ د آسيه ناز تنولي  او نورو د پوښتنې په ځواب كښې  د اسلام آباد مېدكل كالجونو او په شخصي روغتونونو كښې  د ډېرو زياتو فيسونو  او چارجز په اړه د پاك راګرځونې نوټس په ځواب كښې  پارلماني سېكرټري ډاګټر تيلسن عظيم ووئبل  دا ډېره مهمه مسئله ده   حكومت په دې په جدي توګه غور كوي ٬ د ډپټي وزيراعظم په مشرۍ كښې  جورې كميټۍ د دې جاج اغستو سره دا فيس د كال 18 لاكهه مقرر كړو ۔  څه كالجونو ووئېل  چې زموڼږ د زياتو آسانيو لرلو تر مخه   دا 25 لاكهه مقرر كړې ۔ ده ووئېل په دغه درخواستونه وغوښتلے شول  نو 61 درخواستونه راغلل چې پكښې د 35 اپيلونه درست وګرځولے شول او د هغوي فيس  21 لاكهه مقرر كړے شو۔ پي ايم ډي سي  يو شكايت سېل جوړ كړے  په كوم چې په ګيلو  راتللو 45 ادارو ته شو كاز نوټسز جاري كړے شوي چې د ټيكس  پشمول ټول دستاوېزات جمع كړئ ۔