اسلام آباد۔25اګست (اے پي پي )د پاکستان ېشمول ګرده نړۍ كښې مسلمانان د حضور نبی پاکۖ د ولادت ورځ په مذہبي جوش و ولوله او د عقیدت و احترام سره (سبا) د شورو په ورځ نمانځي ۔ په وفاقي پايه تخت اسلام آباد، څلورو واړو صوبو ، ګلګت بلتستان او آزاد کشمیر كښې به په قامي كچې د سیرت طیبه رامخې ته كولو لپاره کانفرنسز، د نعت محفلونه او سیمینار …
د پاکستان پشمول ګرده نړۍ كښې مسلمانان (نن) د حضور نبی پاک ۖ د ولادت ورځ په مذهبي مينه ٬ ولوله او د عقیدت و احترام سره نمانځي
اسلام آباد۔25اګست (اے پي پي )د پاکستان ېشمول ګرده نړۍ كښې مسلمانان د حضور نبی پاکۖ د ولادت ورځ په مذہبي جوش و ولوله او د عقیدت و احترام سره (سبا) د شورو په ورځ نمانځي ۔ په وفاقي پايه تخت اسلام آباد، څلورو واړو صوبو ، ګلګت بلتستان او آزاد کشمیر كښې به په قامي كچې د سیرت طیبه رامخې ته كولو لپاره کانفرنسز، د نعت محفلونه او سیمینار كېږي ۔ دغسې وفاقي پايه تحت كښې به نړيوال سیرت کانفرنس كېږي چې پكښې به د حكومت اعلیٰ شخصیات بشمول علماء و مشائخ، پارلیمنټیرینز، سفارتکار او سکالرز سره د ژوند بېلو څانګو څخه تعلق لرونكې ګدون كوي ۔په صوبائي سر ښارونو كښې به هم سیرت کانفرنسز او سیمینار کېږي ۔ دغسې د هېواد په وړو لويو ښارونو كښې به د عید میلاد النبی ﷺۖ جلسې و جلوسونه كېږي ۔ په سرکاري ودانيو او شخصي املاک به چراغونه بلولې شي ۔











