د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د امريكې سفير نيټلي بيكر ملاقات٬په منطقه كښې امن او استحكام او دوه اړخيزه مرستې ته په ودې وركولو  اتفاق

  اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د امريكې سفير نيټلي بيكر ملاقات وكړو چې پكښې د پاك امريكا دوه اړخيزه اړيكو٬د منطقې په مجموعي صورتحال او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د ملاقات په مهال په منطقه كښې تل پاتې امن او استحكام راوستو ٬بيلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته پراختيا وركولو او د پوليس افسرانو …

 

اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د امريكې سفير نيټلي بيكر ملاقات وكړو چې پكښې د پاك امريكا دوه اړخيزه اړيكو٬د منطقې په مجموعي صورتحال او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د ملاقات په مهال په منطقه كښې تل پاتې امن او استحكام راوستو ٬بيلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته پراختيا وركولو او د پوليس افسرانو تربيتي پروګرامز(ټريننګ)لا موثره كولو په اړه خبرې  وشوې ۔دواړو لارښودو د منظمو جرائمو ٬نشه اي توكو مخ نيوي او د بشري قاچاق خاتمې لپاره د شريكې تګلاره او مرستې لا مستحكمولو ته اتفاق وكړو۔په دې موقع د امريكې سفير په منطقه كښې د امن او استحكام لپاره  مثبت سفارتي كردار وستائېلو۔په ملاقات كښې د كورنيو چارو وفاقي سېكرټري هم موجود وه۔

مزید خبریں