اسلام آباد 25 اګست(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر د پارليمان په آنګڼ كښې د زيتون بوټي په نالولو د پشكال شجركارۍ كمپائن پرانسته كړې ده ۔د نهې په ورځ په دې دستوره كښې د پارليمان غړو٬ د قامي اسمبلۍ اعلٰی چارواكو او د ميډيا استازو په ګڼ شمېر ګډون وكړو ۔په دې موقع د هېواد٬پرمختګ٬خوشحالۍ او سلامتيا لپاره خاص دعاګانې وكړی شوې۔د قامي اسمبلۍ سپيكر په دې …
د قامي اسمبلۍ سپيكر د پارليمان په آنګڼ كښې د زيتون بوټي په نالولو د پشكال شجركارۍ كمپائن پرانسته وكړه
اسلام آباد 25 اګست(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر د پارليمان په آنګڼ كښې د زيتون بوټي په نالولو د پشكال شجركارۍ كمپائن پرانسته كړې ده ۔د نهې په ورځ په دې دستوره كښې د پارليمان غړو٬ د قامي اسمبلۍ اعلٰی چارواكو او د ميډيا استازو په ګڼ شمېر ګډون وكړو ۔په دې موقع د هېواد٬پرمختګ٬خوشحالۍ او سلامتيا لپاره خاص دعاګانې وكړی شوې۔د قامي اسمبلۍ سپيكر په دې موقع ووئيل د شجر كارۍ ماحول تحفظ د راتلونكو نسلونو د خوندي سباؤن ضمانت دے۔پاكستان خېرازه جوړولو لپاره به شجركارۍ ته وده وركول وي٬ ده ووئېل اونې د موسمياتي بدلون ناوړه اثرات مخ نيوي كښې مهم كردار ادا كوي٬د پارليمان غړي او اولس دې شجركارۍ كمپائن كښې برخه واخلي۔دغسې د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د قامي اسمبلۍ غړي فيصل امين لخوا د زيتون بوټي د وركولو مننه وكړه











