اسلام آباد 25 اګست(اے پی پی)د پاكستان ريلوے او د خېبرپښتونخوا حكومت په صوبه كښې د ريلوے نظام بحالۍ٬جديد كولو او د سيمه ايزو روابطو ودې لپاره د فريم ورك په لوظ نامه لاس ليك وكړو۔په دې اړه د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي دستورې ته خطاب كښې ووئېل د وزيراعظم وژن او لارښودنې له مخې د وفاق او صوبو ترمينځه قوي شراكتداري جوړولو سره د ريلوے نظام محفوظ٬موثر …
د پاكستان ريلوے او خېبرپښتونخوا حكومت په صوبه كښې د ريلوے نظام بحالۍ لپاره د فريم ورك په لوظ نامه لاس ليك وكړو
اسلام آباد 25 اګست(اے پی پی)د پاكستان ريلوے او د خېبرپښتونخوا حكومت په صوبه كښې د ريلوے نظام بحالۍ٬جديد كولو او د سيمه ايزو روابطو ودې لپاره د فريم ورك په لوظ نامه لاس ليك وكړو۔په دې اړه د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي دستورې ته خطاب كښې ووئېل د وزيراعظم وژن او لارښودنې له مخې د وفاق او صوبو ترمينځه قوي شراكتداري جوړولو سره د ريلوے نظام محفوظ٬موثر او جديد كول دي۔د لوظ نامې له مخې په خېبرپښتونخوا كښې به نزدې 240 كلوميټره اوږدې مضافاتي ريلوے پټلۍ اپ ګريډ كولې شي چې پكښې پېښور٬نوښار٬جهانګيره (62 كلوميټر)٬ نوښار-مردان-درګئي(65 كلوميټر)نوښار -مردان-چارسده (51 كلوميټر)٬ نصيرپور(چمكنۍ)نه جمرود(30 كلوميټر)او جمرود نه د لواړګي سفاري ريلوے روټ(32 كلوميټر)شامل دي۔د دې نه علاوه پیښور كينټ٬پیښور سټي٬ نوښار او جهانګيره ريلوے سټيشنونه اپ ګريډيشن كولې شي چرته چې د مسافرو سهوليات او سكيورټي د جديدو تقاضو سره سمولې شي۔ په مشاورت به نور روټس٬نوې الائمنټس او د فنډنګ متبادل ذريعې هم كارولې شي۔د لوظ نامې له مخې د كوهاټ څخه تر خرلاچي نزدې 192 كلوميټره اوږده نوې سټريټجك ريلوے پټلۍ جوړولې شي۔ د ريلوے 79 كلنه تاريخ كښې په وړومبې ځل وفاق او د څلورو واړو صوبو عملې شراكتدارۍ له مخې ريلوے انفراسټركچر كار كوي۔په دې مهال وفاقي وزير د خېبرپښتونخوا حكومت او وزيراعلٰی مننې كولو سره د دې عزم پخلے وكړو چې د وفاق او صوبو په مرسته به راتلونكو نسلونو لپاره د يو محفوظ او كوټلي ريلوے نيټ ورك بنياد كاښودلې شي











