اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير مصطفيٰ كمال وئيلي دي سږ كال د پاكستانو داروګانو په برآمدات كښې 38 فيصد زياتوالے راغلے كوم چې په اوسني تاريخ كښې تر ټولو زياته اضافه ده، حكومت د فارماسيوټيكل صنعت پرمختګ، برآمدات زياتولو او ريګوليټري نظام ښه والي لپاره موثره اقدامات كوي۔د نهي په ورځ سېنېټ كښې د پوښتنو ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل دا تاثر …
د داروګانو برآمدات سږ كال 38 فيصد زيات شوي، فارما سيكټر كښې اصلاحات روان دي۔مصطفيٰ كمال
اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير مصطفيٰ كمال وئيلي دي سږ كال د پاكستانو داروګانو په برآمدات كښې 38 فيصد زياتوالے راغلے كوم چې په اوسني تاريخ كښې تر ټولو زياته اضافه ده، حكومت د فارماسيوټيكل صنعت پرمختګ، برآمدات زياتولو او ريګوليټري نظام ښه والي لپاره موثره اقدامات كوي۔د نهي په ورځ سېنېټ كښې د پوښتنو ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل دا تاثر سم نه دے چې د فارماسيوټيكل صنعت برآمدات زياتدېو كښې د حكومت كردار نشته۔ حكومت نجي څانګي صنعت كارو له آسانۍ وركوي او برآمدات زياتولو لپاره هر ممكن هڅي او مرسته كوي ۔ده ووئيل پاكستان د خپل ضرورت نزدې 85 فيصد داروګان په ځائې توګه جوړوي، دغسې د داروګانو جوړولو كښې كارېدونكې نزدې 90 فيصده ايكټو فارماسيوټيكل انګريډيئنټس (اے پي آئيز) درآمد كيږي۔وفاقي وزير ووئيل اوسنيو كښې د چين پاكستان بي ټو بي كنفرنس په مهال د چين فارماسيوټيكل كمپنو سره نزدې د 350 مليونه ډالر لوظ نامه او مفاهمتي يادداښتونه ترسره شوي دغسې 11 كمپنۍ پاكستان كښې د اے پي آئيز جوړولو په څانګه كښې سرمايه كاري كوي۔مصطفيٰ كمال ووئيل پاكستان دا مهال د روغتيا نړيوالي ادارې (ډبليو ايچ او) په ليول ټو ايكريډيټيشن دې او ليول تھري ايكريډيټيشن ترلاسه كولو له پيشرفت روان دے۔ ډبليو ايچ او ډله به په اكتوبر كښې د پاكستان معائنه كوي او هيله لرو چې تر اپرېل 2027 به پاكستان ليول تھري ايكريډيټيشن ترلاسه كړي۔











