د 10 اربه ډالره په سويپ لائن معامله پاكستان ته د امريكې د اړخه ګتور پيش رفت ترلاسه شوے،  روان مالي كال كښې يورو بانډز څخه  د 1 نه تر 2 اربه ډالره ترلاسه كولو هدف ټاكلے شوے۔ د خزاني وزير فنانشل ټائمز سره مركه

  اسلام آباد 25 اګست  (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير سېنېټر محمد اورنګزيب وئيلي دي  د 10 اربه ډالره په سويپ لائن معامله پاكستان ته د امريكې د اړخه ګتور پيش رفت ترلاسه شوے او هيله لرو چې په يو څو مياشتو كښې به ځواب ترلاسه شي، په درآمدات د انحصار په ځائے په برآمدات اډانه پرمختګ او نمو ته پام لرنه كوو، روان مالي كال كښې يورو …

 

اسلام آباد 25 اګست  (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير سېنېټر محمد اورنګزيب وئيلي دي  د 10 اربه ډالره په سويپ لائن معامله پاكستان ته د امريكې د اړخه ګتور پيش رفت ترلاسه شوے او هيله لرو چې په يو څو مياشتو كښې به ځواب ترلاسه شي، په درآمدات د انحصار په ځائے په برآمدات اډانه پرمختګ او نمو ته پام لرنه كوو، روان مالي كال كښې يورو بانډز څخه د  1 نه تر 2 اربه ډالره ترلاسه كولو هدف ټاكلے شوے۔  فنانشل ټائمز سره مركه كښې د خزاني وزير ووئيل نړيوال كيپټل ماركيټس ته د بيرته راتللو منصوبې په تناظر كښې پاكستان د امريكې څخه مالي مرستي ترلاسه كولو ته پام لرنه كوي۔ده ووئيل تيره مياشت د پاكستان د اړخه واشنګټن څخه غوښتلې شوي 10 اربه ډالره سويپ لائن مقصد نجي سرمايه كارو لپاره د باور اشاره وه۔د خزاني وزير ووئيل د امريكي ايكسپورټ امپورټ بينك (ايګزم بينك) او ډويلپمنټ فنانس كارپوريشن لوي كردار لري څوك  چې پاكستان كښې د سرمايه كارۍ ممكنه مالي خطرې زغملو له خوښي څرګنده كړي۔ ده ووئيل دا په بنيادي توګه د امريكې سره د رابطو يوه مجموعه ده چې مقصد ئې د تجارت او سرمايه كارۍ كولو ته پام لرنه كول دي او نړيوال كيپيټل ماركيټس په اړه مثبت اشارې وركول دي۔د خزاني وزير ووئيل د 10 اربه ډالره سويپ لائن په معامله اسلام آباد ته د واشنګټن د اړخه رغنده پيش رفت ترلاسه شوے او هيله لرو چې راروانه مياشت كښې به ځواب ترلاسه شي۔