قامي اسمبلۍ كښې عيد ميلاد النبي (ص) په زړه پورې ډول لمانځلو له قرارداد په  يوه خله منظور شو

  اسلام آباد 25 اګست  (اے پي پي) قامي اسمبلۍ عيد ميلاد النبي (ص) په زظړه پوري ډول لمانځلو او  د نبي اکرم (ص) سنت و د سيرت ودې له د عزم قرارداد په متفقه توګه منظور کړو۔ د نهي په ورځ قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د معمول کارروائي معطل کولو سره وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري دا قرارداد وړاندې كړو د كوم چې ايوان  په يوه خله …

 

اسلام آباد 25 اګست  (اے پي پي) قامي اسمبلۍ عيد ميلاد النبي (ص) په زظړه پوري ډول لمانځلو او  د نبي اکرم (ص) سنت و د سيرت ودې له د عزم قرارداد په متفقه توګه منظور کړو۔ د نهي په ورځ قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د معمول کارروائي معطل کولو سره وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري دا قرارداد وړاندې كړو د كوم چې ايوان  په يوه خله منظوري وركړه۔ قرارداد كښې وئيلي شوي دا ايوان  د 1500م ميلاد النبي (ص) تاريخي اهميت ترمخه دا قرارداد وړندې كوي چې وفاقي او صوبائي حکومتونه دې په دې موقع په اعلیٰ كچه ،قامي پروګرامز،ميلاد النبي (ص) محفلونه، ميډيا كمپائن، فلاحي اقدامات ،  د سرکاري  او نيمو سرکاري ودانيو او سترو لارو  په بلبونو روښانه كولو او سنګارولو د لارې ولمانځي۔ قرارداد كښې وئيلي شوي چې د ټولو سرکاري او نجي ادارو پشمول تعليمي او کاروباري ادارې ٬ ميډيا  هاؤس دې په بشپړ ګډون كولو د حضرت محمد (ص) د تعليمات له مخې امن ، روادارۍ او اخوت ته وده وركړي۔ قرارداد كښې وئيلي شوي  دا ايوان د حضرت محمد (ص) په سنت و سيرت د عمل درآمد ودې له لوظي دے او ټول قام ته غږ كوي چې دا بركت لرونكې موقع په ډېر  عقيدت  ، احترام او اتحاد سره ولمانځي۔