د پاکستان او  بيلاروس  سائنسي و تکنيکي مرستي لا زياتولو ته اتفاق

  اسلام آباد 25 اګست  (اے پي پي) د سائنس و ټيکنالوجي وفاقي وزير خالد حسين مګسي وئيلي دي  پاکستان او بيلا روس به سائنسي و تحقيقي منصوبو باندې عملدرآمد ګړندے كوي،دغسې د دواړو هېوادونو ترمينځه معيارات، کوالټي انفراسټرکچر او حلال سرټيفکيشن پشمول بيلو څانګو كښې مرسته به لا مستحکمولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده پاکستان كښې  د بيلا روس سفير آندرے ميټيليتسا سره د ملاقات په مهال وكړه۔ ملاقات …

 

اسلام آباد 25 اګست  (اے پي پي) د سائنس و ټيکنالوجي وفاقي وزير خالد حسين مګسي وئيلي دي  پاکستان او بيلا روس به سائنسي و تحقيقي منصوبو باندې عملدرآمد ګړندے كوي،دغسې د دواړو هېوادونو ترمينځه معيارات، کوالټي انفراسټرکچر او حلال سرټيفکيشن پشمول بيلو څانګو كښې مرسته به لا مستحکمولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده پاکستان كښې  د بيلا روس سفير آندرے ميټيليتسا سره د ملاقات په مهال وكړه۔ ملاقات كښې د پاکستان او بيلا روس ترمينځه دوه اړخيزه سائنسي و تکنيکي مرستي په وده او د شريكي خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وفاقي وزير ووئيل پاکستان سائنس فاؤنډيشن به د پاکستان او بيلاروس دوه شريكو تحقيقي منصوبو له فنډنګ کوي۔ده ووئيل د سائنس و ټيکنالوجي په څانګه كښې مرستي لپاره د دواړو هېوادونو ترمينځه شريك کمېشن وړاندې څخه موجود دے،چې ترمخه به ئې  مرستي ته لا وده وركولې شي۔ده ووئيل پاکستان او بيلاروس په شريك سائنسي و تحقيقي منصوبو عملي پيش رفت تندولو ته اتفاق کړے دے۔