ليه كښې  د سېلاب ځپلو مرستي لپاره ګامونه اخلو ۔ د اوبو وسائلو وفاقي وزير قامي اسمبلۍ ته ځواب

  اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) د اوبو وسائلو وفاقي وزير معين حيدروټو وئيلي دي  ليه ضلع كښې  د سېلاب ځپلو مرستي لپاره ګامونه اخلو ،  ليه څخه 3 لکهه کيوسک اوبه تيريږي چې څه وخت اوبه كمي شي د بحالۍ او معاوضې وركولو لپاره به اقدامات پيل كولې شي۔ د نهي په ورځ قامي اسمبلۍ كښې ليه كښې سيند عاړو خوئېدلو  او دغې څخه د سېلاب خطر …

 

اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) د اوبو وسائلو وفاقي وزير معين حيدروټو وئيلي دي  ليه ضلع كښې  د سېلاب ځپلو مرستي لپاره ګامونه اخلو ،  ليه څخه 3 لکهه کيوسک اوبه تيريږي چې څه وخت اوبه كمي شي د بحالۍ او معاوضې وركولو لپاره به اقدامات پيل كولې شي۔ د نهي په ورځ قامي اسمبلۍ كښې ليه كښې سيند عاړو خوئېدلو  او دغې څخه د سېلاب خطر په اړه د اوېس حيدرجھکړ او نورو د پام راګرځوني په نوټس وفاقي وزير معين وټو ايوان ته ووئيل ليه كښې د درياب  له امله ځيني كلي لاهو كيږي او زيانونه كيږي،د اړوندو چارواكو سره خبره شو ،څوك چې بے كوره شوي د هغوي لپاره د استوګني سهوليات وركړے كيږي، ده ووئېل د كومو وګړو چې زيان شوے هغوي له به معاوضه وركولې شي، انتظاميه چمتو ده او د مرستي او بحالۍ اقدامت روان دي ۔