اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د ترکيې خارجه وزير حاقان فيدان سره ټيلي فوني تماس ونيولو۔ د نهي په ورځ د خارجه دفتر له مخې دواړو لارښودو خبرو كښې په دوه اړخيزه اړيكو،سيمه ايز صورتحال او د شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دواړو خارجه وزيرانو د څلورو سيمه ايزو هېوادونو د خارجه وزيرانو په …
نائب وزيراعظم اسحاق ډار د ترکيې خارجه وزير سره ټيلي فوني تماس،په سيمه ايز صورتحال د خيالاتو څرګندونه
اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د ترکيې خارجه وزير حاقان فيدان سره ټيلي فوني تماس ونيولو۔ د نهي په ورځ د خارجه دفتر له مخې دواړو لارښودو خبرو كښې په دوه اړخيزه اړيكو،سيمه ايز صورتحال او د شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دواړو خارجه وزيرانو د څلورو سيمه ايزو هېوادونو د خارجه وزيرانو په رارواني غونډه او ګڼ اړخيزه هلو ځلو هم خبرې وكړې۔ دغسې دواړو لارښودو نزدې رابطه برقرار ساتلو ته هم اتفاق وكړو۔











