اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان په مشرۍ كښې د فارن ټريډ ونګز مهمه داخلي غونډه وشوه۔ د نهي په ورځ د وزارت وياند له مخې په غونډه كښې وفاقي وزير د پاکستان برآمدات زياتولو له د هلو ځلو تندولو سپارښتنه وكړه۔ وفاقي وزير په لويو منډيانو كښې د پاکستان برآمدات په ښه نمو د اطمينان څرګندونه وكړه۔ده ووئيل د مارکيټ …
د تجارت وفاقي وزير په مشرۍ كښې د فارن ټريډ ونګز غونډه،برآمدات زياتولو لپاره د هلو ځلو تندولو سپارښتنه
اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان په مشرۍ كښې د فارن ټريډ ونګز مهمه داخلي غونډه وشوه۔ د نهي په ورځ د وزارت وياند له مخې په غونډه كښې وفاقي وزير د پاکستان برآمدات زياتولو له د هلو ځلو تندولو سپارښتنه وكړه۔ وفاقي وزير په لويو منډيانو كښې د پاکستان برآمدات په ښه نمو د اطمينان څرګندونه وكړه۔ده ووئيل د مارکيټ پراختيا، قوي بي ټو بي رابطي او بهر هېوادونو كښې تجارتي مشنز سره دې رابطي زياتي كړې شي۔ ده د وريژو ، ټيکسټائل، زرعي مصنوعات، فارماسيوټيکل، پراسيسډ فوډ، لائټ انجينئرنګ او سروسز لپاره د نوو منډيانو د لټولو هم سپارښتنه وكړه۔وفاقي وزير ووئيل فارن ټريډ ونګز دې ترجيحي مصنوعات او تر مارکيټ رسني لپاره هر هېواد لپاره جلا جلا ايکشن پلان جوړ كړي،تجارتي لوظ نامې د پاکستان لپاره متوازن او تجارتي ګټه لرونكي پكار دي۔ده ووئيل د جوائنټ ټريډ کمېټي او جوائنټ ورکنګ ګروپ ځنډوېدونكې غونډه دې زر تر زره وكړې شي او د تجارت وزارت ، خارجه وزارت، بهر هېوادونو كښې مشنز او کاروباري ادارو سره دې رابطه لا هم موثره كړې شي۔











