د اېم 6 موټر وے سکھر۔حيدرآباد برخې بشپړولو لپاره دې پكار 40 اربه روپۍ جاري كړې شي۔شرميلا فاروقي

  اسلام آباد 25 اګست  (اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټۍ د قامي اسمبلۍ غړي شرميلا فاروقي وئيلي دي  د اېم 6 موټر وے سکھر۔حيدرآباد برخې بشپړولو لپاره پكار 40 اربه روپۍ دې جاري كړې شي ٬ دا  سټريټجکي منصوبه ده او د دې په بشپړولو كښې دې تاخير ونه کړے شي۔د نهي په ورځ قامي   اسمبلۍ كښې شرميلا فاروقي د اعتراض په نکته ووئيل اېم 6 موټر وے …

 

اسلام آباد 25 اګست  (اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټۍ د قامي اسمبلۍ غړي شرميلا فاروقي وئيلي دي  د اېم 6 موټر وے سکھر۔حيدرآباد برخې بشپړولو لپاره پكار 40 اربه روپۍ دې جاري كړې شي ٬ دا  سټريټجکي منصوبه ده او د دې په بشپړولو كښې دې تاخير ونه کړے شي۔د نهي په ورځ قامي   اسمبلۍ كښې شرميلا فاروقي د اعتراض په نکته ووئيل اېم 6 موټر وے سکھر حيدرآباد سيکشن لپاره د فنډنګ کمے دے،مونږ په دې اړه په اړوند فورمز بيا بيا خبره كړې چې د دغې  بشپړولو لپاره پكار  70 اربه روپو كښې يوازې 30 اربه روپۍ وركړې شوي، دې ووئېل وئيلي كيږي چې زمونږ سره وسائل نشته،پبلك پرائيويټ پارټنرشپ پلو دې بوتللې شي۔بل پلو د دې باوجود ايکنک په پنجاب كښې د يو موټر وے منظوري وركړي او هغې لپاره 49 اربه روپۍ هم جاري كړې شوي۔دا د مهم نوعيت معامله ده ٬ دا بايد قائمه کمېټۍ ته ولېږلې شي۔۔