اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئېلي دي د فيلډ مارشل عاصم منير او د هغه د ايران صدر سره په ګده مهم او په زړه پورې ملاقات شوے دے چې پكښې د ايران او امرېكې تر مينځه په شخړه ٬ د مينځني ختيز په اوسني صورتحال او د امن راوستو لپاره د سباون په تګلاره تفصيلي خبرې شوي دي۔ دغسې …
د فيلډ مارشل عاصم منير او د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ايران صدر سره ملاقات ٬ منطقه كښې په تاؤ تريخوالي او مفاهمتي عمل مهمې خبرې
اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئېلي دي د فيلډ مارشل عاصم منير او د هغه د ايران صدر سره په ګده مهم او په زړه پورې ملاقات شوے دے چې پكښې د ايران او امرېكې تر مينځه په شخړه ٬ د مينځني ختيز په اوسني صورتحال او د امن راوستو لپاره د سباون په تګلاره تفصيلي خبرې شوي دي۔ دغسې د دې نه علاوه د اسلام آباد مفاهمتي ياداښت په بشپر توګه بحالۍ او د شخړې امناكه هواري لپاره د دواړو اړخه په ضروري ګامونو هم خبرې وشوې ۔ په سوشل مېډيا پلېټ فارم ايكس خپل پېغام كښې وفاقي وزير ووئېل د ايران صدر د خپل حكومت موقف او تحفظات په واضحه توګه وړاندې كړل ٬ چې پرې د دواړو اړخه ګټورې خبرې وشوې ۔ ده ووئېل ملاقات كښې ښكاره پېشرفت شوے ۔ ده هيله ولرله چې دا پېشرفت به د منطقې تل پاتي امن و استحكام لپاره مرستياله وګرځي۔











