اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) د پاکستان او سنګاپور د سفارتي اړيكو په 60مه سالګره تجارت، سرمايه کاري، ډيجيټل معيشت او د ماحولياتي اقدامات پشمول په يو شمېر څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو لپاره د عزم پخلے كړے دے٬ په دې موقع وزيراعظم محمد شهباز شريف او د سنګاپور وزيراعظم لارنس وونګ يو بل ته د مباركۍ چيټۍ استولې دي او نائب وزيراعظم و …
وزيراعظم شهباز شريف او د سنګاپور وزيراعظم لارنس وونګ يو بل ته د مباركۍ چيټۍ، په يو شمېر څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو لپاره د عزم پخلے
اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) د پاکستان او سنګاپور د سفارتي اړيكو په 60مه سالګره تجارت، سرمايه کاري، ډيجيټل معيشت او د ماحولياتي اقدامات پشمول په يو شمېر څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو لپاره د عزم پخلے كړے دے٬ په دې موقع وزيراعظم محمد شهباز شريف او د سنګاپور وزيراعظم لارنس وونګ يو بل ته د مباركۍ چيټۍ استولې دي او نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار او د سنګاپور خارجه وزير ډاکټر ويوين بالاکرشنن ترمېنځه د مباركۍ د پېغامونو تبادله شوې ده٬ چې پكښې دواړو مشرانو د سفارتي اړيكو د ډائمنډ جوبلي په موقع دواړو هېوادونو حكومتونو او اولسونو لخوا يو بل ته د مباركۍ وركړې شوې ٬ پاکستان او د سنګاپور ترمېنځه سفارتي اړيكې په رسمي توګه په 17 اګست 1966 كښې پېل شوې وې۔ وزيراعظم شهباز شريف خپلې چيټۍ كښې ووئېل د تېرو شپږو لسيزو په مهال د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوستۍ د شريك احترام، خيرسګالۍ او دولت مشترکه د روح له مخې اړېكې د وخت سره سره لا مستحكمې شوې دي٬ د دواړو هېوادونو شريكې اړيكې په تجارت و سرمايه کاري، تعليم، كلتور او اولسي روابطو پشمول تر بېلو څانګو پراخه شوې دي۔ دوي د دوه اړخيزه سراكتدارۍ لا قوي كولو لپاره د پاكستان د غيرمتزلزل عزم پخلې كولو سره ووئيل پاكستان د دوه اړخيزه كچې سره سره د آسيان ، دولت مشترکه او د ملګرو ملتونو پشمول په ګڼ اړخيزه فورمز مرستې ته پراختيا وركولو له خوښې لري۔ وزيراعظم د سنګاپور خپل همڅنګ لپاره د روغې سټې، خوشحالۍ او کاميابۍ لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه او د سنګاپور دوست اولس لپاره يې د امن، ترقۍ او خوشحالۍ دعا وكړه۔ وزيراعظم لارنس وونګ خپل پېغام كښې ووئيل د دواړو هېوادونو اړېكې د تېرو شپږو لسيزو په مهال په شريك احترام او مشاوت اډانه دي او د خپلو دوستانه اړيكو څخه خوند اخلي۔ ده ووئيل پاکستان په ھغه وړومبو هېوادونو كښې شامل ٶ چا چې په كال 1965 كښې سنګاپور د آزادۍ نه پس سمدستي تسليم كړے ؤ او د دواړو هېوادونو په دوه اړخَيزه او په ګڼ اړخيزه فورمز هم مرسته كړې ده ۔ هغه ووئيل تجارت كښې سهولت کاري، ډيجيټل معيشت، اولسي روابط او د كار استعداد زياتولو په څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې د لا پراختيا ګنجائش موجود دے٬ دغسې د سنګاپور خارجه وزير ډاکټر ويوين بالاکرشنن په نامه خپل پېغام كښې نائب وزيراعظم اسحاق ډار ووئيل دا مهم سنګ ميل د دواړو هېوادونو په دوه اړخيزه اړيكو كښې د نوې جذبې راپېدا كولو موقع رامخې ته كوي۔ ده د تجارت او سرمايه کارۍ په څانګو كښې مرستې لا زياتولو لپاره سنګاپور سره د نزدې كار كولو خوښي هم ولرله ۔ اسحاق ډار د سنګاپور خارجه وزير ډاکټر ويوين بالاکرشنن ته د لوړې كچې روابطو تسلسل لپاره د اسلام آباد د رسمي دورې بلنه هم وركړه۔ د سنګاپور خارجه وزير ډاکټر ويوين بالاکرشنن په اولسي كچه مضبوط روابط،د كار استعداد زياتولو او د كلتوري تبادلو په څانګو كښې په روانه مرسته رڼا اچولو سره ووئيل دواړو هېوادونو له د بدلېدونكو نړيوالو چېلنجونو مخنيوي لپاره د شريكې ګټې په خاطر په ګډه كار كول پكار دي











