وزیراعظم شهباز شریف سره د رطاج ګروپ و تمیم هولډنګز چیئرمین شیخ نائف بن عید آل ثاني وليدل

  اسلام آباد 24 اګست (اے پی پی) وزیراعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي  د پاکستان او قطر ترمېنځه د اوږدې مودې، مضبوطې او د ورورولۍ اړيكې موجود دي٬ ده دا خبرې د رطاج ګروپ و تمیم هولډنګز چیئرمین شیخ نائف بن عید آل ثاني سره كولې چا چې د ګل په ورځ دوي سره وليدل۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په دې موقع …

 

اسلام آباد 24 اګست (اے پی پی) وزیراعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي  د پاکستان او قطر ترمېنځه د اوږدې مودې، مضبوطې او د ورورولۍ اړيكې موجود دي٬ ده دا خبرې د رطاج ګروپ و تمیم هولډنګز چیئرمین شیخ نائف بن عید آل ثاني سره كولې چا چې د ګل په ورځ دوي سره وليدل۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په دې موقع وفاقی وزیر علی پرویز ملك، د وزیراعظم سلاحكار هارون اختر، وزیر مملکت بلال اظهر کیاني، خاص مرستيال طارق فاطمی او اړوند چارواكي هم موجود وٶ۔ وزیراعظم د قطر د پلاوي هركلي كولو سره ووئيل د پاکستان او قطر ترمېنځه د اوږدې مودې، مضبوطې او د ورورولۍ اړيكې موجود دي۔ وزیراعظم د قطر امیر د پلار په مړينه غمرازۍ لپاره د قطر د خپلې ورې ذكر كولو سره ووئيل   پاکستان د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني د پاكستان دورې ته سترګې په لار دے۔ د قطر پلاوي د پاکستان لخوا په ښه مېلمستيا مننې كولو سره پاكستان كښې د سرمايه كارۍ په زياتولو كښې خوښي ولرله