اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف زرعي انقلاب لپاره عملي اقدامات ضروري ګرځولو سره وئيلي دي حکومت به كروندګرو له هر ممکن سهوليات وركوي،د خونه په نالولو به هېواد د خوراكي تيلو په پيداوار كښې خودکفيله شي او قيمتي زرمبادله به بچ شي، پاکستان خپل 100 زرعي ګريجويټس د زيتون نالولو، پروسيسنګ، مارکيټنګ او د ويليو چين بيلو څانګو كښې جديد تربيې لپاره اټلي …
حکومت به كروندګرو له هر ممکن سهوليات وركوي،د زيتون په نالولو به هېواد د خوراكي تيلو په پيداوار كښې خودکفيله شي او قيمتي زرمبادله به بچ شي۔ د وزيراعظم شهباز شريف د ’’پاکستان نېشنل اوليو ويليو چين پاليسي‘‘اجراء دستوري ته وينا

مزید خبریں
اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف زرعي انقلاب لپاره عملي اقدامات ضروري ګرځولو سره وئيلي دي حکومت به كروندګرو له هر ممکن سهوليات وركوي،د خونه په نالولو به هېواد د خوراكي تيلو په پيداوار كښې خودکفيله شي او قيمتي زرمبادله به بچ شي، پاکستان خپل 100 زرعي ګريجويټس د زيتون نالولو، پروسيسنګ، مارکيټنګ او د ويليو چين بيلو څانګو كښې جديد تربيې لپاره اټلي ته ليږي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د ’’پاکستان نېشنل اوليو ويليو چين پاليسي‘‘اجراء دستوري ته وينا كښې وكړه۔په دې موقع وفاقي وزيران، غير ملکي سفارت کارو بشمول د زيتون نلونكې او دې څانګي سره تعلق لرونكو كروندګرو ،پوهانو او محققينو كډون كولو۔ وزيراعظم ووئيل په دې خوشحاله يم چې د پاکستان د زيتون نوموړو كروندګرو، محققينو او برآمد کوونكو ته مخاطب يم۔ده ووئيل د كروندګرو او پوهانو په شپه ورځ محنت سره د زيتون څانګه مثالي ګړځېدلې۔ده د لورالائي څخه عبدالحبار، مردان څخه قرة العين او د چکوال څخه د يعقوب اظهار محنت ته په خاص توګه پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل زه د زيتون نالولو ودي لپاره د صوبائي حکومتونو د مرستي مننه كوم۔ وزيراعظم د زيتون کروندې ته وده وركونكو كروندګرو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل دوي ثابته كړي چې په عزم، محنت او جديد سوچ لوئې نتيجې ترلاسه كيدې شي۔ده ووئيل زرعي انقلاب لپاره به كروندګرو له هر ممكن مرسته وركولې شي، وفاقي او صوبائي حکومتونو له به په ګډه كروندګرو له سهولتونه وركول وي، ده ووئېل هېواد كښې زرعي انقلاب لپاره عملي اقدامات ته اړتيا ده۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان هر كال نزدې 4 اربه ډالره د خوراكي تيل درآمد کوي، درآمدي بل كښې كه د كال يواځې 400 مليونه ډالره كمے هم وكړے شي نو دا به لوي خدمت وي۔ده ووئيل درآمدي بل كښې کمي لپاره ما د پام آئل او نمر پرست كروندې زياتولو سپارښتنه هم كړي۔ وزيراعظم ووئيل د پاکستان او اټلي تجارتي اړيكي په لسيزو اډانه دي، زراعت، ټريکټر مينوفيکچرنګ او نورو څانګو كښې د دواړو هېوادونو مرسته د ذكر وړ ده ۔ پاکستان او اټلي د زيتون پيداوار، ويليو ايډېشن، جديد پروسيسنګ او برآمدات په څانګه كښې مرسته زياتوي۔ وزيراعظم د خپلو 100 ځوانانو زرعي ګريجويټس لپاره اټلي ته د ليږلو اعلان سره ووئيل دا ځوانان به د زيتون نالولو، پروسيسنګ، مارکيټنګ او ويليو چين بيلو څانګو كښې جديد تربيه ترلاسه كوي۔دې څخه وړاندې وزيراعظم محمد شهباز شريف د زيتون کروندګرو، د دې څانګې محقيقين او پوهانو له شيلډز وركړل۔ده د مختلف سټالز دوره هم وكړه او د زيتون بيلو مصنوعاتو كښې ئې خوښي ولرله۔ده د زيتون کروندګرو سره خبري هم وكړي۔ هېواد كښې د زيتون پيدا کوونكو انټرپرينيورز وزيراعظم له بريفنګ وركړو او خپلي تجربي ئې بيان كړې۔ وفاقي وزير رانا تنوير حسين دستوري ته وينا كښې ووئيل كروندګرو له د اعلیٰ معيار او ناروغو څخه پاك تخمم وركوو، ټيکنالوجي استعمال سره به د فصلونو ممکنه زيانونو په وخت رامخې ته كول او مخنيوے ممكن شي۔ده ووئيل زيتون يواځې يو فصل نه دے په دې كښې کاروباري موقعې پيدا كونكې بشپړ ويليو چين موجود دے۔ ده پاکستان د انټرنيشنل اوليو کونسل مستقل غړے جوړيدل يوه مهمه كاميابي ګرځولو سره ووئيل جديد تحقيق، ټيکنالوجي، تربيې او د نړيوال معيار سرټيفکيشن څخ به ګټه پورته كوو، د زيتون څانګه كښې به د پاکستان او اټلي مرسته د شريكو منصوبو د لارې زياتولې شي۔ پاکستان كښې د اټلي سفير اوګو چيار تلاني دستوري ته ووئيل اټلي او پاکستان ترمينځه شراکت داري د قدر وړ تاريخ لري، زراعت، سائنس، تعليم، تجارت او سکيورټي څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته وده مومي۔ده ووئيل پاکستان نېشنل اوليو ويليو چين پاليسي د يو اوږد مزل نتيجه ده،كال 2016ء كښې پاکستان كښې د زيتون بوټو شميره 5 لکهه وه،نن په پاكستان كښې 70 لکهه څخه زيات د زيتون بوټي موجود دي۔ده ووئيل د زيتون ويليو چين سره تعلق لرونكو د 700 څخه زياتو سټيك هولډرز له تربيه وركړې شوې، د اوليو کلچر پراجيکټ په سوب د پاکستان د زيتون څانګې له بيل سهولتونه وركړے شوي دي ۔











