اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ و تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين سره د پنجاب د كر كېلې وزير سيد محمد عاشق حسين کرماني وليدل چې پكښې فټ اينډ مائوتھ ډيزيز (اېف اېم ډي)، ډي اے پي سرې په شته والي او د آلو پيداوار و برآمدات پشمول د كر كېلې او لائيو سټاك په اړه د مهمو چارو جاج واخستلے شو۔د قامي …
وفاقي وزير رانا تنوير حسين سره د پنجاب د كر كېلې وزير عاشق حسين کرماني وليدل، د اېف اېم ډي خاتمې، د ډي اے پي شتون او د آلو برآمدات زياتولو لپاره اقدامات ته اتفاق

مزید خبریں
اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ و تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين سره د پنجاب د كر كېلې وزير سيد محمد عاشق حسين کرماني وليدل چې پكښې فټ اينډ مائوتھ ډيزيز (اېف اېم ډي)، ډي اے پي سرې په شته والي او د آلو پيداوار و برآمدات پشمول د كر كېلې او لائيو سټاك په اړه د مهمو چارو جاج واخستلے شو۔د قامي غذائي تحفظ و تحقيق وزارت د اړخه د ګل په ورځ جاري شوې اعلاميې له مخې په غونډه كښې اړوند صوبائي سيکريټريز او د اړوند محکمو ډائريکټر جنرلز هم ګډون وكړو ٬ په دې مهال په رنځونو قابو موندلو،د سري شتون او د فصلونو انتظام په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په دې موقع وفاقي او صوبائي حکومتونو ترمينځه د موثره رابطه کارۍ د لا زياتولو په حاجت زور راوړلے شو دغسې چې كروندګرو او لائيو سټاك سره تعلق لرونكو كسانو ته د پېښو مسئلو په وخت ازاله او د زرعي څانګي كوټلي پرمختګ لپاره موثر اقدامات باوري كړے شي۔په غونډه كښې وفاقي او پنجاب حکومت په پنجاب كښې د موټروے کوريډور سره د اېف اېم ډي فري زون جوړولو ته اتفاق وكړو











