اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق سره په پاکستان كښې د ملګرو ملتونو ريزيډنټ کوآرډينيټر محمد يحييٰ د ګل په ورځ د مخه ښې اغستو ملاقات وكړو ۔ د ملاقات په مهال د پاکستان او ملګرو ملتونو ترمېنځه په مرسته او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع سپيکر سردار اياز صادق په پاکستان كښې د …
سپيکر سردار اياز صادق سره د ملګرو ملتونو ريزيډنټ کوآرډينيټر محمد يحييٰ د مخه ښې اغستو ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق سره په پاکستان كښې د ملګرو ملتونو ريزيډنټ کوآرډينيټر محمد يحييٰ د ګل په ورځ د مخه ښې اغستو ملاقات وكړو ۔ د ملاقات په مهال د پاکستان او ملګرو ملتونو ترمېنځه په مرسته او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع سپيکر سردار اياز صادق په پاکستان كښې د ريزيډنټ کوآرډينيټر په حېث د محمد يحييٰ د خدمات ستائنې كولو سره د پاكستان او ملګرو ملتونو ترمېنځه مرستې ته په ودې وركولو كښې د هغوي كردار په زړه پورې وګرځولو۔ محمد يحييٰ د سپيکر اياز صادق لخوا د نېكو هيلو او د ستائنې د كلمات څرګندولو مننه وكړه۔ هغه ووئيل په پاکستان كښې د خپلې وظيفې په مهال ما ته د حكومت او اولس لخوا عزت٬ احترام او مرسته ترلاسه وه كومې ته چې به زه تل په درنه سترګه ګورم











