اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) د کريډټ ريټنګ نړيوالې اېجنسۍ موډيز د پاکستان خپلواكه کريډټ ريټنګ سي اے اے ون څخه په بي-تهري كولو هېواد لپاره مستحكم پېش منظر په ځائے ساتلے دے، د موډيز د دې پرېكړې سبب د واكمنۍ په نظام كښې د لا بهترۍ هيلي او بهرنو او په مالياتي خطرو كښې كمې ګرځولے دے٬ د موډيزله مخې د آئي ايم ايف په مرسته …
موډيز د پاکستان خپلواكه کريډټ ريټنګ سي اے اے ون څخه بي-تهري كړو٬ په اصلاحاتي پروګرام مسلسل عمل درآمد څخه د پاليسيو كرېډيبېلټي مضبوطه شوې ده۔ موډيز

مزید خبریں
اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) د کريډټ ريټنګ نړيوالې اېجنسۍ موډيز د پاکستان خپلواكه کريډټ ريټنګ سي اے اے ون څخه په بي-تهري كولو هېواد لپاره مستحكم پېش منظر په ځائے ساتلے دے، د موډيز د دې پرېكړې سبب د واكمنۍ په نظام كښې د لا بهترۍ هيلي او بهرنو او په مالياتي خطرو كښې كمې ګرځولے دے٬ د موډيزله مخې د آئي ايم ايف په مرسته په روان اصلاحاتي پروګرام باندې پرله پسې عمل درآمد څخه د پاليسو كرېډيبېلټي مضبوطه شوې ده، معاشي استحکام برقرار دے او سرکاري و نړيوالو مالياتي ادارو څخه د فنډنګ لاره هواره شوې ده۔ د موډيز لخوا د ګل په ورځ د جاري بيان له مخې د پاکستان ريټنګ تر بي تھري د اپ ګريډ پرېكړه د دې هيلې عكاسي كوي چې په واكمنۍ او پاليسي سازۍ كښې د ښه والي له امله به حكومت د هېواد بهرنۍ څانګه كښې اوسنۍ بهتري برقراره ساتلو او مالياتي اشارې لا مستحکمولو كښې كامياب شي۔ د موډيز له مخې په اګست 2025 كښې د پاکستان ريټنګ سي اے اے ون مقرر كولو نه وروستو هېواد ته په رامخې ته بهرنو كمزورو او خطرو كښې كمے راغلے دے ٬ د زرمبادله پانګې پرله پسې زياتېږي چې د معاشي استحکام په تسلسل يې وده موندې ده۔











