اسلام آباد۔24 اګست(اے پی پی) د روغتيا وفاقي وزير مصطفیٰ کمال سره د خزانې وفاقي وزير سلاحكار عدنان پاشا ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې ایډیشنل سېکرټری هېلتھ، ډي جي هېلتھ او د ډي جي پاپولېشن په شمول نورو اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ عدنان پاشا نیوټرېشن او سټنټنګ د اړوندو نوو منصوبو په اړه د روغتيا وفاقي وزير ته بريفنګ وركړو۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل …
وفاقي وزير مصطفی كمال سره د خزانې د سلاحكار عدنان پاشا ملاقات٬ نیوټرېشن او سټنټنګ منصوبې په اړه بريفنګ

مزید خبریں
اسلام آباد۔24 اګست(اے پی پی) د روغتيا وفاقي وزير مصطفیٰ کمال سره د خزانې وفاقي وزير سلاحكار عدنان پاشا ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې ایډیشنل سېکرټری هېلتھ، ډي جي هېلتھ او د ډي جي پاپولېشن په شمول نورو اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ عدنان پاشا نیوټرېشن او سټنټنګ د اړوندو نوو منصوبو په اړه د روغتيا وفاقي وزير ته بريفنګ وركړو۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د مور او كوچني صحت نېغ په نېغه غذائيت سره تړلے دے۔ په غذائي كمي له قابو موندلو پرته د روغتيا اړين هدفونه سر كېدې نه شي۔ ده ووئيل په پاكستان كښې هر كال نزدې 11 زره مېندې د ماشومانو د زېږېدنې په مهال خپل ژوند له لاسه وركوي او په ماشومانو كښې د غذائي كمي له امله نزدې 43 فیصده كوچنيان سټنټنګ سره مخ دي۔ وفاقی وزیر ووئيل د مور مناسب غذائیت د صحت مند ماشوم بنیاد دے او صحت مند كوچنيان د صحت مند او مضبوطې ټولنې بنياد جوړيږي۔ مصطفی كمال هدايت وكړو چې په غذائي كمي قابو موندلو ٬ د سټنټنګ شرح كمولو او د مور او بچي د صحت په اشارو كښې بهترۍ لپاره دې د عمل وړ سفارشات او په زړه پورې تګلاره مرتب كړې شي











