اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) د چين او پاکستان ترمېنځه د سفارتي اړيكو د 75مې سالګرې په لړ كښې د چائنا ميډيا ګروپ او هائير ايجوکيشن کميشن آف پاکستان په شريكه د "Echo: Youth in Action" په سرخط دستوره وشوه چې پكښې د پاكستان بېلو پوهنتونونو استاذانو٬ زده كوٶنكو ٬ محقيقنو او په چين كښې د پاكستان زده كوونكو ګډون وكړو۔ په دې موقع د تعليم وزير …
د چين او پاکستان د سفارتي اړيكو د 75مې سالګرې په لړ كښې دستوره

مزید خبریں
اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) د چين او پاکستان ترمېنځه د سفارتي اړيكو د 75مې سالګرې په لړ كښې د چائنا ميډيا ګروپ او هائير ايجوکيشن کميشن آف پاکستان په شريكه د “Echo: Youth in Action” په سرخط دستوره وشوه چې پكښې د پاكستان بېلو پوهنتونونو استاذانو٬ زده كوٶنكو ٬ محقيقنو او په چين كښې د پاكستان زده كوونكو ګډون وكړو۔ په دې موقع د تعليم وزير مملکت وجيهه قمر خاص مېلمنه وه او د چين سفارت كلتوري قونصلر چن پھنګ اعزازي مېلمه ٶ۔ د دستورې په مهال د چائنا ميډيا ګروپ کي دستاويزي فلم بازګشت “Echo” هم وړاندې كړے شو او د چين او پاكستانو زده كوونكو ترمېنځه روابط او مشتركه تجربې هم رامخې ته كړې شوې۔ په دې موقع وزير مملکت وجيهه قمر د پاکستان او چين ترمېنځه تعليمي مرسته د دوه اړخيزه اړيكو مهمه ستن ګرځولو سره د ځوانانو په روابط، تعليمي تبادلو او مشترکه علمي هلو ته لا د ودې وركولو په ضرورت زور راوړو۔ په دې موقع د چين كلتوري قونصلر چن پھنګ ووئيل تعليمي مرسته د دواړو هېوادونو د اولس ترمېنځه شريك مشاورت او كلتوري همغږۍ ته د ودې وركولو موثره ذريعه ده۔ په دې موقع د اېچ اي سي چيئرمېن ډاکټر نياز احمد اختر٬ د پاکستان انسټيټيوټ آف ډويلپمنټ اکنامکس سينټر آف ايکسلينس فار سي پيك ايګزيکټو ډائريکټر ډاکټر سيد حسنات شاه او نورو هم وېنا وكړه











