اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) د قانون وفاقي وزير سينيټراعظم نذير تارړ وئيلي دي د حنا جاويد قاتلان به خپل انجام ته رسولې شي،د دې كيس به بشپړه پيروي کوو۔د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د حنا جاويد د وژنې کيس په اړه ده ووئيل حنا جاويد دلته اسمبلۍ كښې كار كولو،په دې معامله ما په سمدستي توګه د پنجاب حکومت سره خبره كړې او زه …
د حنا جاويد قاتلان به خپل انجام ته رسولې شي،د دې كيس به بشپړه پيروي کوو۔اعظم نذير تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) د قانون وفاقي وزير سينيټراعظم نذير تارړ وئيلي دي د حنا جاويد قاتلان به خپل انجام ته رسولې شي،د دې كيس به بشپړه پيروي کوو۔د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د حنا جاويد د وژنې کيس په اړه ده ووئيل حنا جاويد دلته اسمبلۍ كښې كار كولو،په دې معامله ما په سمدستي توګه د پنجاب حکومت سره خبره كړې او زه د ريجنل پوليس آفيسر او سي پي او پنډي سره په رابطه كښې يم۔ده ووئيل دوه كسان نيولې شوي دي او د درېز ورځو په ريمانډ دي، پراسيکيوټر جنرل ته خاص سپارښتنه شوې چې په دې كيس كښې د پراسيکيوشن ډله جوړه شي،هغه به د دې مانيټرنګ كوي، ده ووئېل په دې كښې به هيڅ ډول بے غوري نه كېږي او ملزمان به خپل انجام ته رسولې شي











