اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) د آئي ايس پي آر سمر انټرن شپ پروګرام ترمخه پروفيسر ډاکټر هما بقائي د زدكوونكو سره د خاص ناستې اهتمام شوے۔ تفصيلات له مخې آئي ايس پي آر سمرانټرن شپ پروګرام كښې د پاكستان 21 بيلو سټيشنو څخه 6 زره 150 څخه زياتو زدكوونكو ګډون وكړو۔ ډاکټرهما بقائي د قامي سلامتيا،په سيمه ايز صورتحال،د هند په کردار،افغانستان او معاشي استحکام د …
آئي اېس پي آر سمر انټرن شپ پروګرام، د پروفيسر ډاکټر هما بقائي د زدكوونكو سره خاص ناسته

مزید خبریں
اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) د آئي ايس پي آر سمر انټرن شپ پروګرام ترمخه پروفيسر ډاکټر هما بقائي د زدكوونكو سره د خاص ناستې اهتمام شوے۔ تفصيلات له مخې آئي ايس پي آر سمرانټرن شپ پروګرام كښې د پاكستان 21 بيلو سټيشنو څخه 6 زره 150 څخه زياتو زدكوونكو ګډون وكړو۔ ډاکټرهما بقائي د قامي سلامتيا،په سيمه ايز صورتحال،د هند په کردار،افغانستان او معاشي استحکام د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ريکټر ملينيم انسټي ټيوټ آف ټيکنالوجي اينډ انټرپرينيورشپ پروفيسر ډاکټر هما بقائي ځوانانو ته ووئيل پاکستان د قامي سلامتيا او معاشي استحکام سره سره سيمه ايزي سلامتيا او استحکام لپاره مخ په وړاندې روان دے۔هند د افغانستان د لارې پاکستان لپاره ستونزې او د ترهه ګرۍ خطرو زياتولو هڅي كوي چې ورسره سيمه كښې عدم استحکام پيدا كيږي۔ده ووئيل مئي 2025 كښې د معرکهٔ حق په مهال پاکستان په سرحدي او فضائي ډګر کاميابي ترلاسه كړې ده











