اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) د اقتصادي چارو و اسټيبلشمنټ ډويژن وفاقي وزير سينيټر احد چيمه د سول سروس تربيې او د اين اېس پي پي نصاب د تحقيق په بنياد بيا د سره د مرتب كولو سپارښتنه وكړه۔ده دا سپارښتنه د ګل په ورځ د نېشنل سکول آف پبلك پاليسي (اين ايس پي پي) تربيتي ضروريات د تجزيې په اړه د غونډي مشرۍ كولو په مهال …
وفاقي وزير احد چيمه د سول سروس د تربيې و اين اېس پي پي نصاب د تحقيق په بنياد بيا د سره د مرتب كولو سپارښتنه

مزید خبریں
اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) د اقتصادي چارو و اسټيبلشمنټ ډويژن وفاقي وزير سينيټر احد چيمه د سول سروس تربيې او د اين اېس پي پي نصاب د تحقيق په بنياد بيا د سره د مرتب كولو سپارښتنه وكړه۔ده دا سپارښتنه د ګل په ورځ د نېشنل سکول آف پبلك پاليسي (اين ايس پي پي) تربيتي ضروريات د تجزيې په اړه د غونډي مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ده ووئيل د دې اقدام مقصد صلاحيت لرونكے، ټيکنالوجي سره د سمون خوړونكې او په نتيجو اډانه سول سروس جوړول دي۔په غونډه كښې سيکرټري اسټيبلشمنټ ډويژن او د اين ايس پي پي و اسټيبلشمنټ ډويژن سينئر چارواكو ګډون وكړو۔سينيټر احد چيمه ووئيل حکومت اين اېس پي پي مينجمنټ کورسز ډھانچې او په نصاب كښې د مستند تحقيق په بنياد اصلاحات کوي،مونږ يو داسې صلاحيت لرونكے، په اهليت اډانه سول سروس غواړو كوم چې وګړو له ښه خدمات وركړي۔سينئر چارواكو او کنسلټنټ وفاقي وزير له په شواهد د اډانه مجوزه جائزې په اړه بريفنګ وركړو۔د دې جائزې د لارې به د قابليت او پوهي مهمه خلا په ګوته كولې شي او دا تعين به كولې شي چې د موجوده تربيې لرونكو افسرانو عملي کارکردګي، د ادارو قوي كولو او اولسي خدمات ښه نتيجې تر كومه حده مرستياله ثابتيږي۔بريفنګ نه پس سينيټر احد چيمه سپارښتنه وكړه چې د دې مشق دائر کار به د سره مرتب کولې شي دغسې چې دا جامع نصابي اصلاحات او جديد، په نتيجو د اډانه سول سروس تربيتي نظام لپاره قوي بنياد وركړي۔وفاقي وزير زور راوړو چې د دې تجزيې د لارې د سول افسرانو پيشه وره سفر به په مختلف مراحل د هغوي حقيقي تربيتي ضروريات په ګوته کولې شي، هر پروګرام لپاره د مطلوبه پوهي واضحه تعين به کولې شي، موزوں قابليت و د اهليت فريم ورك دې جوړ كړے شي او موثره حكومتي نظام لپاره پكار ډيجيټل ډيټا او په ټيکنالوجي په اړه د صلاحيتونو تعين دې وكړے شي











