د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ سره د بنګله دېش هائي کمشنر وليدل، په قانوني اصلاحات او ډيجيټلائزيشن د خيالاتو څرګندونه

  اسلام آباد 24 اګست  (اے پي پي) د قانون و انصاف وفاقي وزير برائے سينيټر اعظم نذير تارړه سره د بنګله دېش هائي کمشنر محمد اقبال حسين وليدل چې پكښې د پاك-بنګله دېش په اړيكو، قانوني اصلاحات او د انصاف نظام د ډيجيټلائزيشن پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ملاقات كښې د دواړه اړخه پاك-بنګله دېش اړيكو كښې په مثبت پيشرفت د اطمينان څرګندوني سره رابطو …

 

اسلام آباد 24 اګست  (اے پي پي) د قانون و انصاف وفاقي وزير برائے سينيټر اعظم نذير تارړه سره د بنګله دېش هائي کمشنر محمد اقبال حسين وليدل چې پكښې د پاك-بنګله دېش په اړيكو، قانوني اصلاحات او د انصاف نظام د ډيجيټلائزيشن پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ملاقات كښې د دواړه اړخه پاك-بنګله دېش اړيكو كښې په مثبت پيشرفت د اطمينان څرګندوني سره رابطو لا قوي كولو ته اتفاق راغلو ۔وفاقي وزير ووئيل د قانون و انصاف پشمول بيلو څانګو كښې پاکستان او د بنګله دېش ترمينځه د مرستي پراخه امکانات شته،د پاکستان قانوني اصلاحات اود انصاف نظام په ډيجيټلائزيشن كښې د بنګله دېش سره خپلي تجربې شيئر کولو له چمتو يو۔ده ووئيل قانوني اصلاحات، جديد ټيکنالوجي او ډيجيټلائزيشن په څانګو كښې شريكو تجربو څخه استفاده کيدې شي دغسې قانوني و عدالتي څانګه د دواړو هېوادونو ترمينځه مرستي زياتولو ته اړټيا ده۔د بنګله دېش هائي کمشنر د بنګله دېشي ججانو آئي ايم اے سي كښې په تربيه د پاكستان مننه وكړه او د قانون و انصاف وزارت ثالثۍ و مصالحتي پروګرامونه ئې وستائيل۔هائي کمشنر د پاکستان ثالثي و مصالحتي نظام تجربو څخه په استفاده کولو كښې د بنګله دېش خوښي لرلو سره په دې څانګه كښې د نوري مرستي خواهش څرګند كړو۔ملاقات كښې قانوني اصلاحات، ډيجيټلائزيشن او ثالثي و مصالحتي نظام كښې د مرستي په نورو موقعو هم خبرې وشوې۔ دواړه اړخه دې خبري ته اتفاق  راغلو چې د اولسي او اداره جاتي رابطو زياتول د پاك-بنګله دېش اړيكو لپاره خوشبينه دي او شريكي مرستي لا مستحکمولو د عزم څرګندونه وشوه۔

 

مزید خبریں