اسلام آباد ۔ 24 اګست (اے پي پي) چين ته د پاكستان د وريژو برآمدات سږ كال په وړومبو 7 مياشتو كښې 99۔122 ملين امريكائي ډالره زيات شول۔ د چين د كسټمز جنرل ايډمنسټرېشن (جي اے سي سي) تر مخه د جنورۍ نه تر جولائي 2025 چين ته د پاكستانو وريژو برآمدات 93 ۔40 ملين ډالر رېكارډ كړے شول كوم چې د روان كال په مهال په وړومبو 7 …
چين ته د پاكستان د وريژو برآمدات په كلنه توګه 200 فيصد زيات شول ٬ حجم 99۔122 ملين ډالر ته ورسېد٬ راپور

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 24 اګست (اے پي پي) چين ته د پاكستان د وريژو برآمدات سږ كال په وړومبو 7 مياشتو كښې 99۔122 ملين امريكائي ډالره زيات شول۔ د چين د كسټمز جنرل ايډمنسټرېشن (جي اے سي سي) تر مخه د جنورۍ نه تر جولائي 2025 چين ته د پاكستانو وريژو برآمدات 93 ۔40 ملين ډالر رېكارډ كړے شول كوم چې د روان كال په مهال په وړومبو 7 مياشتو كښې 49۔200 فيصد زياتوالي سره 99۔122 ملين ډالره شول۔ د حجم په اعتبار سره هم د وريژو چين ته ترسيل كښې 55۔ 265 فيصد زياتوالے رېكارډ كړے شوے او د جنورۍ نه تر جولائي 2025 كښې د 98723 مېټرك ټن وريژو برآمدات په مقابل كښې سږ كال په هغه هومره موده كښې 360887 مېټرك ټن ورېِژې برآمد كړې شوې۔ د شمېرو تر مخه د وريژو په برآمدات كښې د روغو او ماتو د دواړو قسمه ورېژو غوښتنه زياته شوې ده ۔ د چين په بېلا بېلو سيمو كښې د ګوانګ ډونګ ولايت د پاكستانو ورېژو لپاره تر ټولو لويه منډۍ ده چرته چې د 6441 ملين ډالر ورېژې لېږلې شوي كومې چې چين ته د پاكستان لخوا د لېږونكو وېرژو د ټول برآمدات نزدې 34 فيصده دي۔ ۔











