اسلام آباد۔24اګست (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري د کېټي بندر بندر د پراختیا لپاره د یوې بشپړه تګلارې غوښتنه کولو سره ویلي دي چې دا پروژه باید د باور وړ سړک اتصال، بریښنا او اوبو رسولو، صنعتي بنيادي ډھانچې او نورو اړینو اسانتیاوو سره وصل كړې شي۔ د ګل په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت ددې خيالاتو …
د صدر مملكت د کېټي بندر پراختیا لپاره د بشپړه تګلارې په حاجت زور ٬ پروژه بايد اړینو اسانتیاوو سره وصل كړې شي: آصف علي زرداري

مزید خبریں
اسلام آباد۔24اګست (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري د کېټي بندر بندر د پراختیا لپاره د یوې بشپړه تګلارې غوښتنه کولو سره ویلي دي چې دا پروژه باید د باور وړ سړک اتصال، بریښنا او اوبو رسولو، صنعتي بنيادي ډھانچې او نورو اړینو اسانتیاوو سره وصل كړې شي۔ د ګل په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت ددې خيالاتو څرګندونه د چائنا هاربر انجينئرنګ كمپنۍ (سي اېچ اي سي) لخوا د كېټي بندر پورټ مجوزه پرمختګ په اړه د وركړې شوي بريفنګ په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ چینایي پلاوي ته ښه راغلاست ویلو سره صدر مملكت د پاکستان په بنيادي اډانه او سمندري پراختیا كښې د چين د ملاتړ او پرله پسې لېوالتيا ستائنه وكړه۔ صدر مملكت ووئيل په كېټي بندر كښ د يوې اضافي ګېټ وے په توكه په زړه پورې صلاحيت موجود دے كوم به چې د پاكستان پورټ او لاجسګس نېټ ورك مضبوط كړي۔ او دا رابطه كارۍ او تجارت ته وده وركولو كښې مرستيال ثابتېدې شي۔ صدر مملكت د چينائي فريق او اړوندو پاكستاني ادارو ترمينځه د نزدې تكنيكي تړون په حاجت زور راوړو۔ صدر مملكت د ماسټر پلان ښه كولو او په دې عملدرآمد او مالي مرستې له د مناسبې تګلارې په ګوته كولو له د پرله پسې تكنيكي مشاورت ډاډګيرنه وكړه۔ چینائي پلاوي د كېټي بندر پورټ په تصوراتي ماسټر پلان بريفنګ وركړو۔ په چينائي پلاوي كښې پاكستان كښې د سی اېچ ای سی چیف نمائنده وو پنګ، د مارکیټنګ ډیپارټمنټ مشر وانګ زونګ ډے او د انجینئر شو تیے لِن په شمول د سټرېټجی اېنډ مارکیټنګ جي اېم علي رضا شامل و۔ په غونډه كښې د سندھ وزيراعلی سید مراد علی شاہ، سېنېټرز سلیم مانډوی والا او شیری رحمان، د سندھ د توان وزير ناصر حسین شاہ او نورو اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔











