اسلام آباد۔24 اګست(اے پی پی) د مذهبي چارو وزارت تر اهتمام لاندې د نبي پاك علېه السلام د ولادت باسعادت ورځې په لړ كښې نړيوال سيرت كنفرنس په 12 ربيع الاول د اګست په 26 مه نېټه د شورو په ورځ جناح كنونشن سېنټر كښې كيږي۔ روان كال د سيرت كنفرنس سرخط" د نوي كول تحفظ ٬ تعمير او كردار ٬ د سيرت النبي (ص) په رڼا كښې" غوره كړې …
نړيوال سيرت كنفرنس د شورو په ورځ جناح كنونشن سېنټر كښې كيږي

مزید خبریں
اسلام آباد۔24 اګست(اے پی پی) د مذهبي چارو وزارت تر اهتمام لاندې د نبي پاك علېه السلام د ولادت باسعادت ورځې په لړ كښې نړيوال سيرت كنفرنس په 12 ربيع الاول د اګست په 26 مه نېټه د شورو په ورځ جناح كنونشن سېنټر كښې كيږي۔ روان كال د سيرت كنفرنس سرخط” د نوي كول تحفظ ٬ تعمير او كردار ٬ د سيرت النبي (ص) په رڼا كښې” غوره كړې شوې دې۔ په كنفرنس كښې به اعلي حكومتي شخصيات ٬ غېر ملكي استازي ٬ پارليماني غړي ٬ سفارتكار ٬ سكالرز ٬ علماﺀ كرام ٬ مشائخ عظام او د ژوند بېلو برخو سره تعلق لرونكي ګډون كوي۔ د کنفرنس د سرخط حوالې سره به علماﺀ كرام او سكالرز د خيالاتو څرګندونه كوي۔ د كنفرنس اختتامي سېشن كښې به د روان كال په سرخط بېلو ژبو كښې د سيرت كتابونه ٬ مقالې او د نعت كتابونه ليكونكو ته د هغوي د پوزيشن له مخې انعامونه وركولې شي۔ د سرخط مناسبت سره به د سېرت كنفرنس په پايه كښې د مذهبي چارو وزارت لخوا اعلاميه جاري كولې شي۔











