پرائيوېټ حج سكيم لپاره د واجباتو وصولي پېل شوه ،غېر مجاز كسانو ته ادائيګي كوونكي عازمين به د نقصان پخپله ذمه وار وي: د مذهبي چارو وزارت

اسلام آباد۔23 اګست(اے پی پی) پرائیوېټ حج سکیم 2027 لپاره د واجباتو وصولي پېل شوه۔ بكنګ او ادائيګي به يوازې د پاك حج اېپ او حج پورټل د لارې قبولولې شي۔ د مذهبي چارو وزارت وياند ويلي د  نېشنل آئی ټی بورډ تيار كړې شوي حج پورټل يا پاك حج اېپ د لارې د مجاز حج منظمې كمپنۍ ټاكنه كولې شي۔ ده ووئيل پرائیوېټ عازمین د مطلوبه حج پېکېج ټاكنه …

اسلام آباد۔23 اګست(اے پی پی) پرائیوېټ حج سکیم 2027 لپاره د واجباتو وصولي پېل شوه۔ بكنګ او ادائيګي به يوازې د پاك حج اېپ او حج پورټل د لارې قبولولې شي۔ د مذهبي چارو وزارت وياند ويلي د  نېشنل آئی ټی بورډ تيار كړې شوي حج پورټل يا پاك حج اېپ د لارې د مجاز حج منظمې كمپنۍ ټاكنه كولې شي۔ ده ووئيل پرائیوېټ عازمین د مطلوبه حج پېکېج ټاكنه هم د حج پورټل له لارې كولې شي او د واجبات ادائيګي  هم د حج پورټل د لارې كېدې شي۔ ده ووئيل غېر مجاز كسانو ته ادائيګي كوونكي عازمين به د نقصان پخپله ذمه وار وي ؟ ده په ډاګه كړه چې د حج پورټل یا پاک حج اېپ د لارې پرائېوېټ حج سكيم كښې د نوي رجسټرېشن عمل هم جاري دے او د پرائېوېټ حج سكيم كوټه 71 زره 696 مقرر كړې شوې ده۔

مزید خبریں