د سېنېټ چيئرمېن قطري پلاوي سره ملاقات ٬ د تجارت او سرمايه كارۍ تړون په لا مستحكمولو زور

اسلام آباد۔23 اګست(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د قطر د اعلی كچې پلاوي سره ملاقات وكړو۔ د پلاوي مشري د قطر نوموړي كاروباري شخصيت او د شاهي كورنۍ مشر غړي شېخ نایف بن عید آل ثانی كوله۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې چيئرمېن پلاوي ته هركلې وئيلو سره د پاکستان او قطر ترمينځه د ورورولۍ په  پخوانيو اړيكو رڼا …

اسلام آباد۔23 اګست(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د قطر د اعلی كچې پلاوي سره ملاقات وكړو۔ د پلاوي مشري د قطر نوموړي كاروباري شخصيت او د شاهي كورنۍ مشر غړي شېخ نایف بن عید آل ثانی كوله۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې چيئرمېن پلاوي ته هركلې وئيلو سره د پاکستان او قطر ترمينځه د ورورولۍ په  پخوانيو اړيكو رڼا واچوله۔ ده دوه اړخيزه اړيكې لا پراخا كولو له تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ سماجي او سياسي همكارۍ ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړو۔ د سېنېټ چيئرمېن په نړيواله او سيمه ييزه كچه امن او مكالمې ته وده وركولو كښې د پاكستان تعميري كردار په ډاګه كړو او د اسلامي هېوادونو ترمينځه اتحاد ٬ امن او استحكام ته وده وركولو له يۍ مكه لوظنامه وستائله۔ شېخ نایف بن عید آل ثانی په تود هركلي او مېلمستيا د سېنېټ چیئرمېن مننه وكړه او امن ٬ مكالمې ٬ پرمختګ او سيمه ييز تړون ته وده وركولو كښې يۍ د پاكستان د كردار ستائنه وكړه۔ قطری پلاوي پاكستان كښې د سرمايه كارۍ موقعې لټولو كښې ژوره خوښي ښكاره كړه۔

مزید خبریں