د سوريه د خارجه وزير د پاكستان  تاريخي دوره ٬ دوه اړخيزه اړيكو كښې د نوي باب پېل

اسلام آباد۔23 اګست(اے پی پی) د سوريه د خارجه وزير اسعد حسن الشېباني د پاكستان مهمه او اولنۍ دوره پايې ته ورسېده۔ د دورې په مهال د دمشق او اسلام آباد ترمينځه د سياسي ٬ سكيورټي او اقتصادي همكارۍ په لا مضبوطولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د سوريا خبري اژانس سريا عرب نيوز ايجنسۍ له مخې د سوريه خارجه وزير د شورو په ورځ د اعلی كچې پلاوي سره اسلام …

اسلام آباد۔23 اګست(اے پی پی) د سوريه د خارجه وزير اسعد حسن الشېباني د پاكستان مهمه او اولنۍ دوره پايې ته ورسېده۔ د دورې په مهال د دمشق او اسلام آباد ترمينځه د سياسي ٬ سكيورټي او اقتصادي همكارۍ په لا مضبوطولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د سوريا خبري اژانس سريا عرب نيوز ايجنسۍ له مخې د سوريه خارجه وزير د شورو په ورځ د اعلی كچې پلاوي سره اسلام آباد ته رارسېدل د دوه اړخيزه تزويراتي همكارۍ نوي دور پېل وګرځولې شو۔ سریا عرب نیوز ایجنسی وئيلي چې پاكستان د سوريا د اولس د خپلواكۍ ٬ سيمه ايز سالميت د مقبوضه ګولان په معامله د سوريه د دريځ ملاتړ تكرار كړو۔ پاكستان د ادلب په ابو الظهور هوائي ډګر اسرائيلي بريدونه د نړيوال قانون خلاف ورزي ګرځولو سره د دې غندنه و كړه۔ د سریا عرب نیوز ایجنسۍ له مخې خارجه وزير اسعد حسن الشېباني وزیراعظم شهبازشریف، نائب وزیراعظم اسحاق ډار، فيلډ مارشل سید عاصم منیر او نورو اعلی چارواكو سره مهم ملاقاتونه وكړل۔ الشېبانی  مکه  ګډه دفاعی لوظنامه لاس ليك كېدل خوشبين وګرځول او د پاكستان د سيمه ايز كردار ستائنه يۍ  وكړه۔ د سریا عرب نیوز ایجنسۍ له مخې د پاكستان او سوريه ترمينځه د اولسي او تجارتي تړون زياتولو له د نېغ په نېغه پروازونو په بحالۍ د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د سوريه خارجه وزير ووئيل چې دا دوره په يو مهم او حساس وخت كښې وشوه كله چې د دوه اړخيزه اړيكې لا همكارۍ پلو مخ په وړاندې روانې دي۔ دمشق ریاض، انقرہ او اسلام آباد سره خپلې اړيكې سيمه ايز استحكام لپاره مهم وګرځولې۔ ده ووئيل د پاكستان لخوا د سوريه د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا ملاتړ به د ملګرتيا دوه اړخيزه اړيكې لا مضبوطې كړي۔

مزید خبریں