اسلام آباد۔23اګست(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د جاموټ قومي موومنټ چيئرمېن او د بلوچستان صوبې د روغتيا پخواني صوبائي وزير میر عبدالمجید ابړو ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې په روانه سياسي وضعه ٬ بېن الصوبائي چارو او بېلو معاملو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د اتوار په ورځ ګورنر آفس څخه د جاري شوي بيان له مخې ګورنر فېصل كريم كنډي ووئيل قامي يووالي ٬ …
ګورنر فېصل كريم كنډي سره د جاموټ قومي موومنټ چيئرمېن مير عبد المجيد ابړو ملاقات
اسلام آباد۔23اګست(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د جاموټ قومي موومنټ چيئرمېن او د بلوچستان صوبې د روغتيا پخواني صوبائي وزير میر عبدالمجید ابړو ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې په روانه سياسي وضعه ٬ بېن الصوبائي چارو او بېلو معاملو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د اتوار په ورځ ګورنر آفس څخه د جاري شوي بيان له مخې ګورنر فېصل كريم كنډي ووئيل قامي يووالي ٬ جمهوري اقدار او اولسي مسئلې حل كولو له د سياسي مشرتابه خپل منځه تړون زيات ضروري دے۔ ده ووئيل پيپلز ګوند تل د بلوچستان حقونو حوالې سره مثبت كردار ترسره كړے دے۔ په ملاقات كښې بلوچستان او خېبر پښتونخوا سره په اړوندو بېلو چارو هم خبرې وشوې۔ ګورنر مير عبد المجيد ابړو ته په پيپلز ګوند كښې د شاملېدو بلنه هم وركړه۔










