اسلام آباد۔23 اګست(اے پی پی) د سېنېټ ډپټي چيئرمېن سېدال خان ناصر د هېواد معاشي سباؤن ځوان كاروباري صلاحيتتونو سره تړلو سره وئيلي دي چې د پاکستان تلپاتې پرمختګ د ځوانانو د ملامتونو لټولو په ځائې د دوئي روزګار پېدا كوونكي انټرپرېنېورز جوړولو سره تړلې دې۔ عصري هنر ٬ ټېكنالوجي او مالي ملاتړ لرونكې ځوانان خپل اسټارټ اپس په نړيوال برانډز كښې د بدلولو بشپړ صلاحيت لري۔ ددې خيالاتو څرګندونه …
ځوانانو له به ملازمتونه لټونكي نه روزګار پېدا كوونكي جوړېدل وي: سيدال خان ناصر
اسلام آباد۔23 اګست(اے پی پی) د سېنېټ ډپټي چيئرمېن سېدال خان ناصر د هېواد معاشي سباؤن ځوان كاروباري صلاحيتتونو سره تړلو سره وئيلي دي چې د پاکستان تلپاتې پرمختګ د ځوانانو د ملامتونو لټولو په ځائې د دوئي روزګار پېدا كوونكي انټرپرېنېورز جوړولو سره تړلې دې۔ عصري هنر ٬ ټېكنالوجي او مالي ملاتړ لرونكې ځوانان خپل اسټارټ اپس په نړيوال برانډز كښې د بدلولو بشپړ صلاحيت لري۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د راولپنډی چېمبر آف اسمال ټرېډرز اېنډ اسمال انډسټریز لاندې “انټرنېشنل اېس اېم ایز اېکسیلېنس ایوارډز 2026” دستورې ته د خاص مېلمه په حېث خپل خطاب كښې وكړه۔ سېدال خان ناصر په ډاګه كړه چې په ګرد هېواد كښې فعال 71 لکه 40 زره څخه زيات د كوچنۍ او منځومانې درجې كاروبارونه د هېواد د معيشت اصل بنياد دي۔ دا څانګه په قومي جي ډي پي كښې 40 فيصده ٬ برآمدات كښې 30 فيصد او غېر زرعي څانګه كښې د روزګار موقعې وركولو كښې 80 فيصد څخه زياته غېر معمولي برخه اچوي۔ ده كوچنيو سوداګرو ته په آسانو شرطونو د پورونو وركولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل د اسټېټ بنک رېګولېټری فرېم ورک او د “2026–28 اېکسس ټو فنانس پلان” عملی مېوې دې ټيټې كچې ته ورسولې شي او د معاشي پالېسيو ګټې بايد يوازې تر فائلونو محدود پاتې نه شي۔ ډپټي چيئرمېن د مېرمنو انټرپرېنېورز ډاډګيرنه معاشي ضرورت ګرځولو سره ووئيل د ډیجیټل ټېکنالوجی، ای کامرس او نړيوال وېليو چېن د لارې د پاكستان مصنوعات برآمدات او د زرمبادله په زېرمو كښې لويه اضافه ممكن ده۔ ده كاروباري ورورولۍ ته د پارليمان لخوا د بشپړه قانون سازۍ او كاروبار دوست چاپېريال برابرولو باور وركړو۔ د دستورې په پايه كښې هغه د چېمبر صدر سردار ثاقب نسیم، د ایوارډ کمېټۍ چیئرمېن اېم رؤف راجه او كاميابي ترلاسه كوونكو ټولو كاروباري ادارو له مباركي وركړه۔










