د عدالتي احكاماتو خلاف ورزي تحريك انصاف خپله وكړه ، د روغتيا په معامله سياست او د شفاﺀ روغتون مخې ته جمع كېدل د عدالتي حكم ښكاره خلاف ورزي ده : عطا تارړ

اسلام آباد۔22 اګست (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطا تارړ  وئيلي دي د روغتيا په معامله بايد سياست ونكړې شي ، د سپريم كورټ د ښكاره احكاماتو باوجود تحريك انصاف سياسي بيان بازي او د روغتون مخې ته خلك جمع كولو سره د عدالتي احكاماتو ښكاره خلاف ورزي وكړه٬ حكومت په عدالتي حكم بشپړ او شفاف عملدرآمد كولو سره د پي ټي آئي مؤسس ته د …

اسلام آباد۔22 اګست (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطا تارړ  وئيلي دي د روغتيا په معامله بايد سياست ونكړې شي ، د سپريم كورټ د ښكاره احكاماتو باوجود تحريك انصاف سياسي بيان بازي او د روغتون مخې ته خلك جمع كولو سره د عدالتي احكاماتو ښكاره خلاف ورزي وكړه٬ حكومت په عدالتي حكم بشپړ او شفاف عملدرآمد كولو سره د پي ټي آئي مؤسس ته د شفا انټرنېشنل روغتون ډاكټرانو په موجودګۍ كښې د طبي معائنې كولو موقع وركړه۔ د ابتدائي طبي رپورټس له مخې د هغه صحت د اطمينان وړ دے۔ د خالي په ورځ ميډيا سره خبرو كښې و فاقي وزير ووئيل د پي ټي آئي د مؤسس درملنو په اړه د سپريم كورټ په احكاماتو انتظاميې عمل وكړو۔ ده ووئيل د حكومت دريځ دا دے چې د صحت په معامله بايد سياست ونكړې شي۔ ده ووئيل كله چې د پي ټي آئي مؤسس وزيراعظم و نو هغه به د سياسي مخالفينو د روغتيا په اړه د طنز او مسخرې خبرې كولې او نن چې كله د هغه د صحت معامله رامخې ته شوه نو د حكومت لخوا د طعنې كوم بيان رامخې ته نه شو۔ ده ووئيل حكومت د نظر ثانۍ خواست دائر كړو چې آيا په نجي روغتون كښې د درملنو دا سهولت هر بنديوان ته ترلاسه دے او آيا په آئين او قانون كښې د دې ګنجائش شته؟ دوه وارې د ټويټس د لارې دا په ډاګه كړې شوه چې د عدالتي هداياتوك له مخې د پي ټي آئي د مؤسس طبي معائنه وكړې شوه۔ دده خور او د شفا انټرنېشنل ډاكتران موجود وو او په عدالتي حكم عملدرآمد وكړے شو۔ ده ووئيل عدالت وئيلي وو چې په دې معامله به سياسي او سياسي بيان بازي كولې نه شي۔ د دې باوجود د روغتون مخې ته خلك د بېلو ټولګو په صورت كښې جمع كړې شول۔ ده ووئيل ما په اولني ځل وليدل چې يو سياسي ګوند د خپل مشر لارښود په درملنو كښې پخپله خنډان اودروي۔ وفاقي وزير ووئيل د پمز د اوسني رپورټ له مخې د پي ټي آئي مؤسس صحت د اطمينان وړ دے او د سترګو بينائي يۍ 6/6 ده۔ د رپورټس له مخې هغه كوم جدي ناورغتيا نه لري۔ وفاقی وزیر ووئيل د تحريك انصاف د مؤسس روغتيا په معامله سياست كولو سره د عدالت توهين شوے دے په دې سياست څخه ډډه كول بهتر دي۔

مزید خبریں