اسلام آباد۔22اګست(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی سره د ملائیشیا خپل همڅنګ سېف الدين نصر الدين بن اسماعيل ملاقات وكړو٬ په دې موقع دواړو لارښودو د ترهګرۍ ، نشائي توكو او سائبر كرائم په مخنيوي او امېګرېشن مېنجمنټ كښې همكارۍ ته په وده وركولو اتفاق وكړو۔ په غونډه كښې د دواړو وزارتونو ترمينځه د ګډ ورکنګ ګروپ جوړولو ٬ په ترهګرۍ ، د نشائي توكو په …
د وفاقي وزير محسن نقوي خپل ملائیشین همڅنګ سره په ګډ ورکنګ ګروپ، امنيتي همكارۍ اتفاق
اسلام آباد۔22اګست(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی سره د ملائیشیا خپل همڅنګ سېف الدين نصر الدين بن اسماعيل ملاقات وكړو٬ په دې موقع دواړو لارښودو د ترهګرۍ ، نشائي توكو او سائبر كرائم په مخنيوي او امېګرېشن مېنجمنټ كښې همكارۍ ته په وده وركولو اتفاق وكړو۔ په غونډه كښې د دواړو وزارتونو ترمينځه د ګډ ورکنګ ګروپ جوړولو ٬ په ترهګرۍ ، د نشائي توكو په قاچاق او بشري سمګلنګ قابو موندلو له د انټېلی جنس شیئرنګ تګلارې مضبوطولو پرېكړه وكړې شوه۔ د كورنيو چارو وزارت له مخې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وزارت ته په راتلو خپل ملائيشين همڅنګ ته هركلے ووے۔ دوئي يو په يو ملاقات وكړو۔ وروستو د پلاويو په كچه خبرې وشوې۔ په دې مهال د ددوه اړخيزه اړيكو جاج واغستے شو او داخلي سلامتيا او د قانون نفاذ سره اړوندو څانګو كښې د همكارۍ په زياتولو اتفاق وشو۔ دوئي د ترهګرۍ اقداماتو ٬ د نشائي توكو كارروائيو او غېر قانوني امېګرېشن مخنيوي او په سائبر كرائم قابو موندلو سره په اړوندو بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دوئي په دې اتفاق وكړو انټیلی جنس شیئرنګ به د سکیورټی چېلنجز مخنيوي او د ترهګرۍ او نشائي توكو قاچاق كښې د ككړ نېټ وركس ختمولو كښې بنيادي كردار ترسره كړي۔ دوئي د دواړو هېوادونو د نېشنل پولیس اکېډمی پاکستان او رائل ملائیشین پولیس کالج ترمنځه د همكارۍ په زياتولو هم اتفاق وكړو۔ محسن نقوي ووئيل پاكستان په کوسټ ګارډ آپرېشنز او اړوندو څانګو كښې د ملائيشيا تجربې څخه ګټه پورته كولو كښې خوښي لري۔ ده ووئيل دا دوره به بېلو څانګو كښې د همكارۍ نوې لارې پرانستلو كښې مرستياله ثابت شي۔ په ملاقات كښې د سېلګرۍ او وېزا سهولت احاطه هم وكړې شوه۔ محسن نقوی ووئيل ملائيشيا پاكستاني سېلګرو لپاره يو ترجيحي منزل پاتې شوې دې۔ ده هيله څرګنده كړه چې د وركرز كوټه كښې زياتوالي سره به پاكستاني وګړي په قانوني توګه ملائيشيا كښې د ملازمت موقعې ترلاسه كولې شي۔ په غونډه كښې وزير مملكت طلال چوهدری، وفاقی داخله سېکرټری ، ډي جي اېف آئي اے ، انسپکټر جنرل فېډرل کانسټېبلری، نیشنل کوآرډینیٹر نېکټا، ډي جي پاسپورټ ، چیف کمشنر او آئي جي اسلام آباد په شمول نورو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔










