ګورنر فېصل كريم كنډي سره د  ترين ايجوكېشن فاؤنډېشن سي اي او ملاقات

اسلام آباد۔22 اګست(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د ترين ايجوكېشن فاؤنډېشن سي اي او اكبر خان ملاقات وكړو۔ د خالي په ورځ د ګورنر آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې هغه ګورنر ته په ډېره اسماعيل خان كښې عصري آئي ټي لېب جوړولو له د فاؤنډېشن ډلې د ډېره اسماعيل خان دورې په اړه بريفنګ وركړو۔ ده ووئيل په ګورنمنټ ډګری کالج نمبر …

اسلام آباد۔22 اګست(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د ترين ايجوكېشن فاؤنډېشن سي اي او اكبر خان ملاقات وكړو۔ د خالي په ورځ د ګورنر آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې هغه ګورنر ته په ډېره اسماعيل خان كښې عصري آئي ټي لېب جوړولو له د فاؤنډېشن ډلې د ډېره اسماعيل خان دورې په اړه بريفنګ وركړو۔ ده ووئيل په ګورنمنټ ډګری کالج نمبر 1 (فار بوائز) كښې به فاؤنډېشن د ګورنر د هداياتو له مخې عصري آئي ټي لېب جوړ كړي چرته چې زده كوونكي د زده كړو او هنر په كالو سنګارولې شي۔ هغه صوبه كښې زده كړو ته وده وركولو له د ګورنر هڅې وستائلې۔ ګورنر ووئيل ترين اېجوكېشن فاؤنډېشن پنجاب څخه وروستو اوس په خېبر پښتونخوا او بلوچستان كښې هم علم ته وده وركولو له متحرك دے۔ ده د جهانګير خان ترين او د هغه د فاؤنډېشن تعليمي خذمات ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔

مزید خبریں