لاهور۔22 اګست(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د اېكړ په سر پېداوار زياتولو له د كوچنۍ او منځومانې درجې كرونده ګرو سره هر ډول مرسته كول د حكومت په لومړو ترجيحاتو كښې شامل ګرځولو سره هغوي ته د معياري تخم رسول باوري كولو او د زرعي څېړنې ادارو له فعاله كولو هدايت كړے دے۔ د وزيراعظم په مشرۍ كښې د كركيلې څانګې اصلاحات او پرمختګ لپاره د حكومت په …
د اېكړ په سر پېداوار زياتولو له كرونده ګرو سره هر ډول مرسته كولو ته حكومت تر ټولو لومړۍ پاملرنه كوي: وزيراعظم شهباز شريف
لاهور۔22 اګست(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د اېكړ په سر پېداوار زياتولو له د كوچنۍ او منځومانې درجې كرونده ګرو سره هر ډول مرسته كول د حكومت په لومړو ترجيحاتو كښې شامل ګرځولو سره هغوي ته د معياري تخم رسول باوري كولو او د زرعي څېړنې ادارو له فعاله كولو هدايت كړے دے۔ د وزيراعظم په مشرۍ كښې د كركيلې څانګې اصلاحات او پرمختګ لپاره د حكومت په پالېسي اقداماتو د عملدرآمد جاج اغستو غونډه د خالي په ورځ وشوه۔ د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم غونډې ته خپل خطاب كښې ووئيل د اېكړ په سر پېداوار زياتولو له د كوچنۍ او منځومانې درجې كرونده ګرو سره هر ډول مرسته كول د حكومت په لومړو ترجيحاتو كښې شامل دي۔
ده د سرټیفائیډ کمپنیو لخوا كرونده ګرو ته د معياري تخم رسول باوري كولو او ټول همكاران په اعتماد كښې اخستلو سره د فصلونو د پېدوار په قامي كچه تخمينو لپاره د بشپړ پلان مرتب كولو او د زرعي څانګې پرمختګ له د زرعي څېړنې ادارو لا فعاله كولو هدايت وكړو۔ ده ووئيل چین څخه تېر كال بېرته د راغلې زده كوونكو تجربې څخه دې بشپړه استفاده وكړې شي۔ ده ووئيل د روان كال په مهال چين ته تربيې لپاره د تلونكو زده كوونكو په ټاكنه كښې دې مېرټ او شفافيت ته لومړۍ ترجيح وركړې شي۔ ده د نېشنل اېګریکلچر ریسرچ سېنټر اصلاحاتو منظوري وركولو سره ددې زر تر زره بشپړولو هدايت وكړو۔ غونډې ته ووئيلې شوو چې د وزيراعظم د هداياتو په رڼا كښې د اېګریکلچر انووېشن اېنډ ګروتھ پلان 2026-27 لاندې په ترجیحی اقدامات پېشرفت ګړندے كړے شوے دے۔ غونډې ته دا هم ووئيلې شوو چې د كركيلې په څانګه كښې عصري ټېكنالوجۍ او مصنوعي ذهانت كارولو ته ترجيح وركولې شي۔ غونډې ته د اېن اے آر سي نوې ماسټر پلان په اړه بريفنګ كښې ووئيلې شوو چې نېشنل اېګریکلچر ریسرچ سېنټر نړيوالو غوښتنو سره هم آهنګ كولو له دا په 7 ضلعو كښې وېشلې شي۔ وزیرِاعظم د ماسټر پلان منظوري وركولو سره د دې زر تر زره د بشپړولو هدايت وكړو۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو احد خان چیمه، اعظم نذیر تارړ، رانا تنویر حسین او د وزيراعظم د كركيلې كوارډينېټر احمد عمېر ګډون وكړو۔ نائب وزیرِ اعظم اسحاق ډار، د خزانې وفاقی وزیر اورنګزیب٬ خاص مرستيال طارق باجوہ او اړوندو چارواكو هم د وډيو لنك د لارې په غونډه كښې ګډون وكړو۔










